بغلان کې د افغان ځواکونو دیسي توپونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

بغلان کې د افغان ځواکونو دیسي توپونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

بغلان کې د افغان ځواکونو دیسي توپونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ د قندفابریکې په سیمه کې افغان ځواکونو په ولسي خلکو بمبارد کړی او کورونه یې په توپونو ویشتلي دي

د سیمې اوسیدونکي وایي چې تیره ورځ افغان ځواکونو ددوی سیمه باندې هوایي بریدونه وکړل او وروسته یې کلی په توپونو وویشتو چې له امله یې ۱۰ تنه ملکیان ټپیان شوي دي او خلکو ته یې د ځاني زیان سربیره زیات مالي زیانونه هم اړولي دي

افغان ځواکونو دا برید داسې مهال تر سره کړی چې څو ورځې مخکې یې هلمند کې هم د ملکي خلکو د څارویو د خرڅلاو په میله (ګنج) باندې هوانونه ویشتلي وو چې له امله یې لسګونه ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي وو
نړیوالو بشري ټولنو او د حقوق بشر ادارې هم ویلي وو چې یاد برید د افغان ځواکونو له نیږدې قرارګاه څخه شوی خو ټولو یې پر وړاندې خاموشي غوره کړه او د مجرمینو د محاکمه کولو پر ځای یې صرف د کاغذي راپور په غندنه اکتفاء وکړه

کریم بریال

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *