مسکو: د نیویارک ټایمز اتهام د روسي دپلوماتو ژوند له خطر سره مواجه کړیدی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

مسکو: د نیویارک ټایمز اتهام د روسي دپلوماتو ژوند له خطر سره مواجه کړیدی

د روسیې خارجه وزارت د نیویارک ټایمز د هغه رپوټ په اړه سخت عکس العمل ښودلی دی چي وايي روسي نظامي استخبارات په افغانستان کي اسلامي افراطیانو او جنایتکارانو ته پیسې ورکوي څو هغوی پر امریکايي عسکرو حملې وکړي.

د روسیې خارجه وزارت وايي دا د امریکا «فېک نیوز» دی،‌ او د امریکايي استخباراتو ټیټه سویه او قابلیت ښيي. د روسیې خارجه وزارت وايي د امریکايي استخباراتو څخه بله توقع هم کېدای نه سي، ځکه هغوی د افغانستان په شل کلن جنګ کي مطلق ناکامه سوي دي.

مسکو وايي چي روسیه د افغانستان د سولي په پروسه کي کومک کوي.

تاس خبري اژانس په واشنګټن کي د روسیې د سفارت په حواله لیکي د روسیې پر ضد د نیویارک ټایمز «بې بنیاده» تورونو په واشنګټن او لندن کي د روسيي دپلوماتانو ژوند له خطر سره مواجه کړیدی.

په واشنګټن کي د روسیې سفارت لیکي«موږ له امریکايي چارواکو څخه غواړو چي د ویانا د کانوېنش سر مطابق د دپلوماتانو د خوندیتوب په برخه کي موثر اقدامات وکړي، او خپل تعهدات پوره کړي.»

یو روسی ډپلومات وايي د امریکايي استخباراتو دا ادعا چي روسي استخبارات په افغانستان کي د امریکايي عسکرو د وژلو بند و بست کوي، د امریکايي استخباراتو ټیټه کوالټي ښيي، او د دې پر ځای چي یوه ښه استخباراتي نقشه وتړي، د امریکا استخباراتو داسي «چټییاتو» ته مخه کړې ده.

دا روسی دپلومات وايي دا څرګنده خبره ده چي امریکايي استخبارات په افغانستان کي د مخدره موادو په قاچاق بوخت دي، او په عین زمان کي د نظامي قرار دادونو څخه باج اخلي.

دا روسی دپلومات وايي امریکا په افغانستان کي د خپلي شل کلني مذبوحانه ماتي پړه پر نورو اچوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان هم تېره ورځ ویلي ویلي ول چي امریکا په افغانستان کي د خپل نظامي شکست د پټولو لپاره نور خلګ تورنوي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *