ډاکټر عبدالله: له طالبانو سره د مؤقتي حکومت پر جوړیدو بحث ته تیار یم – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ډاکټر عبدالله: له طالبانو سره د مؤقتي حکومت پر جوړیدو بحث ته تیار یم

امریکا ږغ انګلیش لیکي ډاکټر عبدالله وايي دی دېته چمتو دی چي د طالبانو سره د موقتي حکومت پر جوړېدو باندي بحث وکړي.

د ملي مصالحې د شورا ریس ډاکټر عبدالله وايي چي دواړو طرفونو ته یوه نادره موقع پلاس ورغلې ده، او د رواني غمیزي د ختمېدو لپاره باید دواړي خواوي سیاسي مصلحت او سازش ته چتمو واوسي.

ډاکټر عبدالله د امریکا د سولي انسټیوټ ته وویل«موږ باید پخپلو افکارو کي انعطاف پذیره واوسو. هیچ شی باید موږ د یوې دوامداري سولي له حاصلولو څخه محروم نه کړي، داسي یوه سوله چي د طالبانو په ګډون ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.»

امریکا ږغ انګلیش لیکي د ډاکټر عبدالله څرګندوني د اشرف غني له بیاناتو سره په ټکر دي، ځکه اشرف غني پدې وروستیو وختونو کي د موقتي حکومت لپاره د قدرت پرېښودل رد کړي دي.

اشرف غني پدې میاشت کي په واشنګټن کي دېره د اټلانیټک شورا ته وویل،«د موقتي حکومت په باب خبري تر وخت مخکي دي. زه د افغانانو د ارادې پر اساس حکومت کوم، نه د طالبانو د ارادې پر بنا.»

امریکا ږغ لیکي تر اوسه پوري د اشرف غني دفتر د ډاکټر عبدالله د څرګندونو په اړه عکس العمل ندی ښودلی.

ډاکټر عبدالله وویل تر اوسه پوري ۷۵ ٪ فیصده طالب بندیان آزاد سويدي، او موږ د باقي پاته طالب بندیانو آزادولو ته ډېر نژدې سوي یو.

امریکا ږغ انګلیش لیکي ډاکټر عبدالله د تشدد د زیاتوالي په اړه اندېښنه وښودله. هغه وايي د تشدد زیاتوالی د سولي پروسه زیانمنه کوي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *