خلیلزاد: کورني او بهرني ورانکاري غواړي، د سولې بهیر وځنډوي. – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

خلیلزاد: کورني او بهرني ورانکاري غواړي، د سولې بهیر وځنډوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې په څارنوالانو شوی برید په سختو ټکو غندلی دی

خلیلزاد ویلي، د سولې کورني او بهرني دښمنان غواړي د سولې هڅي زیانمنې او ځنډنۍ کړي.

د امریکا متحده ایالات په هغو څارنوالانو چې د بندیانو د ازادیدو چاري یې پر مخ بیولې، برید په سخته غندلی او دا برید یې د سولې د دښمنانو کار بللی، چې د پنځو تنو ملکي افغانانو ژوند یې اخستی دی.

خلیلزد ویلي، موږ په دې اړه د بشپړې پلټنې غوښتنه کوو چې باید عاملین یې عدالت ته وړاندې شي.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر لیکلي: ”موږ د بشپړې پلټنې غوښتنه کوو چې عاملین وموندل شي او عدالت ته وړاندې شي.
دا برید هغه څه څرګندوي چې موږ ټول پرې پوهېږو: ورانکاري (کورني او بهرني) هڅه کوي چې بهیر زیانمن او وې ځنډوي.“

بلخوا لویې څارنوالۍ هم دغه برید غندلی دی

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په امنیتي ارګانونو غږ کړی چې د برید عامیلن پیدا او مجازات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار هم ‏ناپېژاندو وسله والو د کاپیسا ولایت د استیناف محکمې قاضي احمد شاه چې د دندې پر لور روان و، وژل شوی دی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *