بلخ: خاص بلخ ولسوالۍ کې قومندان ودود وژل شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

بلخ: خاص بلخ ولسوالۍ کې قومندان ودود وژل شوی

له بلخ ولایت څخه خبرونه کاږي چې د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ پیازو سیمه کې وسلوالو طالبانو د نظم عامه (اربکیانو) په بیس برید کړی چې په پایله کې یې بیس د وسلوالو طالبانو لاس ته ورغلی.

د خبرونو په اساس د قومندان ودود په ګډون ۱۰ تنه د نظم عامه پولیس وژل شوي، وسلې او مهمات یې طالب وسلوالو ولجه کړي دي.

په بلخ کې طالب جنګیالي افغان وطن ته ویلي: ”ملګرو یې په سیمه کې د قومندان طوفان په نامه بیس د شپې په ۱۲ بجي چاپه وهلې، چې په نتیجه کې یې یاد بیس له ډیرو مهماتو سره مکمل د دوی لاس ته ورغلی دی.“

د سرچیني په وینا د دوی ملګرو ته کوم زیان ندی رسیدلی.

تر دې دمه د بلخ چارواکو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا خبرونه داسې مهال مخي ته راځي چې تیره ورځ افغان حکومت ویلي وو چې وسلوال طالبانو تر بل هر وخت په افغان ځواکونو خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

ولسمشر غني هم پر طالبانو غږ کړی د بین الاافغاني مذاکراتو مخکې باید تاو تریخوالی کم کړي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *