د علماؤ له طرفه په چهار شنبه د سبقونو شروع کولو راز – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

د علماؤ له طرفه په چهار شنبه د سبقونو شروع کولو راز

لیکوال بدرځلاند

د هدایي د مصنف علامه مرغیناني رحمه الله خصوصي شاګرد برهان الدین زرنوجي رحمه الله په تعلیم المتعلم کې لیکلي چې زمونږ د استاذ محترم به دا عادت وو چې سبقونه به یې د چهار شنبې په ورځ شروع کول او دلیل به یې دا حدیث ذکر کولو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ما من شئ بُدِءَ یوم الاربعاء الا تمّ: ترجمه: داسې شی نشته چې د چهار شنبې په ورځ شروع شي مګر هغه به پوره کیږي :
او زیاتوي چې د امام صاحب هم همدا طریقه وه،
د هدایه مصنف علامه مرغیناني رحمه الله دا حدیث له شیخ قوام الدین احمد بن عبدالرشید بن حسین بخاري رحمه الله څخه په متصل سند سره روایت کړی ده
خو په فوائد بهیه کې ذکر شوي چې ځینې محدثینو ددغه روایت په اړه کلام کړی، لکه شیخ شمس الدین محمد بن عبدالرحمن سخاوي رحمه الله په (المقاصدالحسنه في الاحادیث المشتهرة علی الالسنه )کې لیکلي چې ددې حدیث هیڅ اصل نشته،
همدا رنګه دا حدیث د حضرت جابر رضی الله عنه له هغه روایت سره هم معارض ده چې هغه روایت کوي چې :یوم الاربعاء یوم نحس مستمر:،
خو ملا علي قاري رحمه الله په ( الموضوع في معرفة الموضوع) کې د حضرت جابر رضی الله عنه ددې روایت مطلب دا ښودلی ، چې د چهار شنبې ورځ د کفارو لپاره د بد بختي ورځ ده، نو مطلب دا چې د مسلمانانو لپاره د نیکبختي ورځ همدغه ده،نو د دواړو حدیثونو تر مینځ کوم تعارض رانغلو،
بل لور ته مولانا عبدالحی رحمه الله فرمایلي چې د لومړني حدیث لپاره ما یو بل اصل هم موندلی ده، او هغه دا چې امام بخاري رحمه الله په کتاب الادب کې د امام محمد او بزار له حضرت جابر رضی الله عنه څخه روایت ذکر کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسجد فتح کې د دوشنبې، سې شنبې او چهار شنبې په ورځ دوعا وکړه او د چهار شنبې په ورځ د ماسپښین او مازدیګر تر منځ دوعا قبوله شوه،
همدا رنګه حضرت جابر رضی الله عنه فرمایي چې ماته به کله هم کوم کار پیدا شو، نو ما به د چهارشنبې په ورځ د ماسپښین او مازدیګر تر منځ دوعا وکړه او هغه به قبوله شوه ،
علامه السیوطي رحمه الله په سهام الاصابة في الدعوات المستجابة کې لیکلي چې ددې روایت اسناد جید دي،
حضرت نورالدین علي بن احمد یمهودي په ( وفاءالوفاء باخبار دارالمصطفي) کې ددې روایت د سند مسند احمد ته له منسوبولو وروسته لیکلي چې ددې سند راوي ثقه دی،
نو له دې حدیث څخه هم معلومه شوه چې د چهار شنبې په ورځ د دوعا د قبولیت یو ساعت موجود ده نو ځکه علماء کرام همیشه د چهار شنبې په ورځ سبقونه شروع کوي او دا کار ښه ګڼي،
ددې څخه علاوه په یو روایت کې راغلي چې د چهار شنبې په ورځ الله جل جلاله نور پیدا کړی ده او دا ښکاره خبره ده چې علم سراسر نور ده،

مأخذ: (زمونږ مصنفین او د هغوی کا او زیار )
تألیف محمد حنیف ګنګوهي رحمه الله

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *