د افغان دولت ۸۴ امنیتي منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د افغان دولت ۸۴ امنیتي منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي

د تیر په څیر نن او پرون د بلخ، پکتیا، نورستان او لوګر، په مربوطاتو کې د افغان حکومت ۸۴ تنه امنیتي منسوبین چې مخکي یې په اردو، پولیسو او د نظم عامه (اربکیان) کې دندې اجراء کولې خپلې دندې خوشي کړي او وسلوالو طالبانو ته ورغلي دي.

یاد کسان چې ۵۴ یې په بلخ ولایت کې، ۱۷ پکتیا کې، ۷ په لوګر کې او ۶ نورستان کې له دندو لاس په سر شوي دي

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلي، چې یاد کسان دوی ته وروسته له هغه ورغلي چې تیر کمکي اختر کې یې مشر ټولو دولتي کسانو ته عمومي عفوه اعلان کړه.

طالبان وایي، د دوی د مشر د وروستي د عفوې له فرمان ورسته د هیواد له ګوډ ګوډ څخه ورته جوپي جوپي دولتي کسان ورځي او خپل سولییز ژوند ته راګرځي.

طالب وسلوالو په خپل رسمي سایټ الاماره باندې د ټولو هغو کسان چې دوی ته ورغلي، مکمل هویت، نوملړ او ورسره پيژندپاڼه خپاره کړي دي.

یو افغان چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط افغان وطن ته وویل چې په دې ورستیو کې له امنیتي ارګانونو څخه د کسانو فرار یوه ډیره حساسه او جدي مسئله ده.

د سرچیني په وینا که افغان حکومت اړوند موضوع ته جدي پاملرنه ونکړي او په وخت سره خپلو کسانو ته معاشونه ونه رسوي، کیداشي چې بدې پایلې به ولري.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *