طالبان: غرب باید له افغانستانه هیڅ ډار و نه لري – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

طالبان: غرب باید له افغانستانه هیڅ ډار و نه لري

طالبان: غرب باید له افغانستانه هیڅ ډار و نه لري

په داسي حال چي امریکايي عسکر له افغانستانه د تقسیم اوقات سره سم وځي، طالبان وايي غرب باید له افغانستانه هیڅ بېره و نه لري، ځکه هغوی به هیچا ته اجازه ور نه کړي چي د افغانستان خاوره د بل ملک پر خلاف وکاروي.

ذبیح الله مجاهد فرانس ۲۴ ته ویلي دي،«زموږ هیواد به د هیچا پر ضد و نه کارول سي. هغوی باید پدې برخه کي هیڅ تشویش و نه لري.»

بلخوا، د امریکا د مرکزي قومندې مشر جنرال مک کېنزي وايي طالبان او داعش «دوستان» ندي، خو «طالبان باید دا خبره په عمل کي ثابته کړي.‌» هغه وايي موږ د طالبانو اعمال څارو. هغه زیاته کړه له افغانستانه د امریکايي عسکرو راوتل د تقسیم اوقات سره سم روان دي، خو هر څه په شرایطو پوري اړه لري.

واحد فقیري

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *