وریټرز: د بین الافغاني خبرو د نه پیلیدو ستر لامل د بندیانو نه خوشي کیدل دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

وریټرز: د بین الافغاني خبرو د نه پیلیدو ستر لامل د بندیانو نه خوشي کیدل دي

وریټرز لیکي چي غربي هیوادنه د خطرناکو طالب بندیانو د آزادېدو په برخه کي تشویش لري. وریټرز لیکي غربي ملکونه د کابل حکومت له هغه موفقه ملاتړ کوي چي نه غواړي هغه طالب بندیان آزاد کړي چي د مرګانیو حملو په کولو متهم دي.

وریټرز لیکي د بین الافغاني مذاکراتو د نه شروع کېدو ستر خنډ د بندیانو مسله ده.

خو د امریکا د خارجه وزارت ویاند وايي چي امریکا د بین الافغاني خبرو سمدستي پیلېدل غواړي.

وریټرز لیکي ځیني افغان چارواکي وايي که چیري دا خطرناکه طالب بندیان خوشي سي، دا به په مذاکراتو کي د طالبانو د برلاسي معنی ولري.

ذبیح الله مجاهد وايي« داسي کسان نسته. دا صرف پلمي دي. د سولي په لاره کي خنډونه ایجادول دي.»

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *