څنګه د خلیلزاد د قتل دسیسه شنډه سوه؟ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

څنګه د خلیلزاد د قتل دسیسه شنډه سوه؟

د امریکا مشهوره او معتبره ویب پاڼه (د ډیلي بیسټ) د جون پر ۱۸ لیکي: ایا طالبانو د داعش په ذریعه د خلیلزاد د قتل دسیسه شنډه کړه؟

ډیلي بیسټ لیکي امریکايي چارواکي وايي چي د ټرمپ ادارې هغه حیرانونکی رپوټ سخت جدي نیولی دی چي وايي طالبانو د داعش هغه توطیه خنثی کړه چي غوښتل يې خلیلزاد ووژني.

امریکايي مامورین وايي دوی هغه ویډیو تحلیل او تجزیه کوي چي دوو تنو داعشیانو د دې دسیسې په اړه اقرار په کښې کړیدی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډیلي بیسټ ته ویلي دي،«د متحده ایالاتو حکومت امریکايي چارواکو ته بالقوه تهدید سخت جدي تلقي کوي. او امریکايي مامورین دا ویډیو څېړي.»

ډیلي بیسټ لیکي پدې ویډیو کي دوه کسه داعشیان اعتراف کوي چي پدې دسیسه کي د افغانستان ملي امنیت ورسره مرسته کوله. د افغانستان ملي امنیت د قطر د موافقې مخالف دی.

ځیني امریکايي چارواکي وايي طالبان غواړي چي د کابل او واشنګټن تر منیځ اختلاف لا ژور کړي.

یو پخوانی امریکايي دپلومات وايي،«خلیلزاد په طالبانو کي زیات محبوبیت لري. خلیلزاد خپل هدف ته نژدې سویدی، او هغه خلګ چي د امریکایانو په تګ کي يې ګټي په خطر کي دي، هغوی په قهر دي.» هغه زیاتوي د دې دسیسې کشف دا ښيي چي د کابل او واشنګټن تر مینځ اعتماد کاملا له مینځه تللی دی.

ډیلي بیسټ لیکي البته ځیني پخواني امریکايي مامورین د طالبانو د دې ادعا په باب شکمن دي.

ډیلي بیسټ لیکي طالبان ادعا کوي چي د داعشیانو اعتراف دا برملا کوي چي د کابل رژیم او داعش همکاري سره کوي. ځکه پدې وروستیو کي په کابل کي د رژیم زیات مخالفان، لکه وحید مژده او حسن حقیار، په نښه سوي ول.

ديلي بیسټ لیکي د کابل په دپلوماتیک حلقو کي دا ګونګسی خور سویدی چي وايي د ملي امنیت دریو پخوانیو مشرانو یوه داسي سري ډله جوړه کړېده چي غواړي د افغانستان په سترو ښارونو کي د سولي پلویان، مخالف سیاسي مشران، او د طالبانو طرفداران نابود کړي. پدې ویډیو کي داعشیان وايي چي هغوی د رحمت الله نبیل سره په تماس کي ول. خو نبیل دا ادعا په کلکه ردوي.

داعشیان وايي چي هغوی ته وویل سول چي خلیلزاد«شیطان او حرامزاده» دی. که چیري خلیلزاد ووژل سي، د طالبانو سره د سولي موافقه ناکامه کېږي. هغوی وايي چي د خلیلزاد د وژلو لپاره يې موټربم تصویب کړی وو. هغوی لس ورځي د حامد ګیلاني کور ته څېرمه انتظار وایست، خو خلیلزاد راښکاره نه سو. کله چي دوی له کابله د وتلو په حالت کي ول، طالبانو پر لاري باندي توقیف کړل.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *