افغان حکومت ۱۰۰ او طالب وسلوالو ۳۵ بندیان ازاد کړي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

افغان حکومت ۱۰۰ او طالب وسلوالو ۳۵ بندیان ازاد کړي

د بندیانو د خوشي کدو په سلسله کې نن ورځ وسلوالو طالبانو په لغمان ولایت کې د افغان حکومت ۳۴ تنه عسکر چې له طالب وسلوالو سره بندیان ول ازاد کړي دي

د لغمان ولایتي چارواکو هم تائید کړه چې یاد کسان نن دوی ته تسلیم شوي دي

د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، چې ۱۸ بندیان په الیشنګ، ۷ په دولت شاه او ۹ په الینګار ولسولۍ کې ازاد شوي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر داسې لیکلي: ”نن یوځل بیا د اسلامي امارت له محابسو څخه د کابل ادارې ۳۵ تنه عسکر او پولیس خوشي شول او د کومک له ورکولو وروسته خپلو کورنیو ته واستول شول.“

بلخوا افغان حکومت له بګرام زندان څخه ۱۰۰ تنه او د پکتیکا له زندان څخه ۱۱ طالب بندیان د طالبانو د هیئت تر تصدیق وروسته خوشي کړې دي

یوې سرچینې افغان وطن ته ویلي، تمه ده چې ۱۲۷ تنه نور هم له پلچرخي زندان څخه په نژدې راتلونکي کې خوشي شي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *