په جوزجان کې ګن شمیر افغان ځواکونه وژل شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

په جوزجان کې ګن شمیر افغان ځواکونه وژل شوي

د جوزجان له ولایت څخه خبرونه وایي، چې د یاد ولایت د اقچي ولسوالۍ د بالاحصار په سیمه کې په نظامي بیس د وسلوال برید په نتیجه کې ګن شمیر افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسؤلیت منلی

نوموړي د برید په تړاو په خپل ټویټر لیکلي: ”د جوزجان په اقچه کې د دښمن د لویو عملیاتو مخه ونیول شوه.
د آقچې ولسوالۍ له بالاحصار او نظامي بیس څخه د مجاهدینو په ضد د عملیاتو پلان نیول شوی وو چې تیره شپه مجاهدینو پيشګیرانه برید پرې وکړ.
په پيښه کې دواړه ځایونه فتحه شول، ۴۹ عسکر، مړه، ژوبل او اسیران شول. وسلې هم تر لاسه شوې.”

د جوزجان ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې په دې برید کې ۱۲ افغان سرتیرې وژل شوي، ۵ نور ټپیان شوي او ۴ یې ژوندي ورسره وړي دي

خو بلخوا د دفاع وزارت وایي، چې د جوزجان د اقچي په سیمه کې د اردو ۶ سرتیري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي

دا خبرونه په داسې حال کې مخي ته راځي چې د سولې بین الافغاني مذاکراتو پیلیدو ته د افغان ولس هیلې تر بل هر وخت مخ په زیاتيدو دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *