وروسته تر هغې چې دوه ورځې مخکې د خوست ولایت دیګانو کلي کې وسلوالو د یو کور ۷ تنه په وحشت سره ووژل، قاتلین یې طالبانو نیولي دي
یاده پیښه د ولایت مرکز ته نیږدې په څو کلومتیرۍ کې تر سره شوې وه او حکومت سمدلاسه سیمې ته رسیدلی وو خو د قاتلینو په نیولو کې یې سستي کړې وه
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تازه په یوه خبر کې ویلي چې یاد قاتل (روژه ګل) او د هغه زوی یې د پکتیا ولایت سیدکرم ولسوالۍ د ډم په سیمه کې ژوندي نیولي
د مجاهد په وینا روژه ګل د تیښتې هڅه کوله چې د طالبانو له لوري ځای پرځای ووژل شو او زوی یې طالبانو نیولی دی
دا په داسې حال کې ده چې د خوست د والي ویاند له پیښې یوه ورځ وروسته رسنیو ته ویلي وو چې د پیښې په اړه د دوی تحقیقات روان دي
کریم بریال
څرگندون