د بین المللي جنايي محکمې او امریکا شخړه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د بین المللي جنايي محکمې او امریکا شخړه

واشنګټن پوسټ د جون پر ۱۶ لیکي جمهورریس ټرمپ تېره هفته ملي اضطراري حالت اعلام کړ. د ټرمپ دا اعلان د کورونا، د پولیسو د تشدد، او یا په امریکا کي د روانو سرتاسري اعتراضونو په اړه نه وو، بلکي د بین المللي جنايي محکمې د هغي فیصلې په باره کي وو چي غواړي په افغانستان کي د متحده ایالاتو مظنون جنګي جنایات او جرمونه وڅېړي.

اخبار لیکي د ټرمپ ادارې په دومداره توګه د بین المللي جنايي محکمې سره خپل مخالفت په ډاګه کړی دی. بین المللي جنايي محکمه غواړي چي په افغانستان کي د امریکا، افغان حکومت، او طالبانو جنګي جنایات وڅېړي. که څه هم امریکا ددې جهاني محکمې غړې نده، خو افغانستان يې غړی دی.

واشنګټن پوسټ لیکي د بین المللي محکمې پر څارنوالانو او د هغو د کورنیو پر غړو باندي به د ټرمپ بندیزونه په امریکا کي د هغوی بانکي حسابونه کنګل کړي، او سفرونه به یې ور محدود کړي.

واشنګټن پوسټ لیکي داسي برېښي چي د ټرمپ لدې تهدیدونو سره سره بین المللي جنايي محکمه له خپلي فیصلې څخه شاتګ نه کوي. ځکه دا محکمه وايي چي د ټرمپ اقدامات «د قانون د حاکمیت» خلاف دي، او پر دې محکمې باندي برید «د جنګي جرمونو پر قربانیانو باندي حمله ده.»

واشنګټن پوسټ لیکي اکثره امریکایان د بین المللي جنايي محکمې حمایت کوي. ځکه ټرمپ غواړي چي د امریکا له داخلي مشکلاتو څخه د خلګو پام بل طرف ته واړوي.

وال سټریټ ژورنال د جون پر ۱۵ لیکي بې سرحده ډاکټران د کابل د دشت برچي په روغتون کي خپل خدمات بندوي. د بې سرحده ډاکټرانو دا فیصله په کابل کي د بې امنۍ له وجي ده.

وال سټریټ ژورنال لیکي تېره میاشت د دشت برچي د روغتون په ترورسټي حملې کي د میندو او ماشومانو په شمول ۲۴ تنه ووژل سول. بې سرحده ډاکټران پدې روغتون کي د ۲۰۱۴ راهیسي خدمات وړاندي کوي، او دا يې په جهان کي تر ټولو ستره پروژه ده. تېره کال پدې روغتون کي ۱۶ زره ماشومان زېږېدلي ول.

د بې سرحده ډاکټرانو خیریه موسسه وايي هغوی عمدا او قصدا په نښه سويدي. ماهران وايي چي د بې سرحده ډاکټرانو دا فیصله به ډېر غریب خلګ له عاجلو طبي خدماتو څخه محروم کړي.

وال سټریټ ژورنال لیکي امریکا باور لري چي دا حمله داعش کړې وه.

بلخوا، امریکا ږغ انګلیش د جون پر ۱۵ لیکي ملګري ملتونه وايي دا پنځم کال دی چي افغانستان په پر له پسې توګه د ماشومانو لپاره تر بل هر هیواد مرګانی دی. ملګري ملتونه وايي چي د افغان ماشومانو په وژلو کي د کابل اداره او طالبان قریب مساوي نقش لري.

د افغان کوچینانو د مرګ اصلي سببونه جنګونه، ماینونه، چاودېدونکي مواد، او انتحاري حملې دي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *