خوست کې قومي خلکو د تیرې شپې د ۷ تنو د قاتلانو کورونه وسوزول – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

خوست کې قومي خلکو د تیرې شپې د ۷ تنو د قاتلانو کورونه وسوزول

دوه ورځې مخکې د خوست ولایت د اسماعیل خیلو ولسوالۍ په دیګانو چراګاه کلي کې وسلوالو کسانو د یو کور ۷ تنه په ډیره بې رحمۍ سره ووژل او دوه تنه ماشومان یې ټپیان کړل

د سیمې اوسیدونکي وایي چې یاده پیښه د منګلو قوم کې رامنځ ته شوې ده

د وژل شوي غریبکار شخص د ترو ځامنو غوښتل نوموړی میراث کړي او له همدې امله یې د نوموړي ټوله کورنۍ په داسې مهال ووژله چې هغوی د ماښام په ډوډۍ ناست وو او د تره ځامن یې کورته ورننوتل ټول یې وویشتل

د یادې کورنۍ څخه صرف دوه واړه ماشومان چې یو یې هلک او یوه انجلۍ ده، په زخمي حالت کې ژوندې پاتې شوي چې د سیمې اوسیدونکو تر روغتون پورې رسولي او د کوما په حالت کې دي

د خوست امنیتي چارواکي هم له پیښې وروسته سمدستي سیمې ته رسیدلي خو د دوه ورځو په تیریدو لا هم د والي ویاند طالب منګل رسنیو ته ویلي چې تر اوسه بریدګر ددوی لاس ته نه دي ورغلي او د پیښې په اړه تحقیقات روان دي

بل لور ته د منګلو قوم د خپل قومي دود له مخې د وژل شویو کسانو د قاتلینو چې خپل د تره ځامن یې وو، کورونو ته اور اچولی او سوزولي یې دي

د منګلو قوم کې له ډیر پخوا څخه دغه ناوړه عادت موجود ده چې په کورنۍ کې یو غریب کس پیدا شي نو دوی یې میراثوي، نارینه یې ټول وژني تر څو یې ځمکې هستي او درایي دوی ته میراث پاتې شي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *