که مرګ غواړې افغان جاپان روغتون ته لاړ شه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

که مرګ غواړې افغان جاپان روغتون ته لاړ شه

سید نظبم سیدي

ډاکټر مېړنی مې پیدا کړ ورته مې وویل چې وروره ما خو خپل ناروغ له لاسه ورکړ، خو ستاسې ډاکټرانو راسره داسې وضعیت وکړ، لا مې خبره نه وه خلاصه کړې چې په خولې کې یې را وچه کړه، را بړچ یې وهل، موږ به نو د چا چا خبرو ته غوږ شو، ډاکټر خو خدای نه دی چې هر ناروغ ښه کړي، موږ د جمعیت اصلاح خلک یو، داو طلب راغلي یو او تاسې ایله زموږ وخت ضایع کوئ، ما ورته وویل وروره ما خپل ناروغ له لاسه ورکړ، مور مې ستاسې…. خو په غوصه یې بد رد ویل شروع کړل تر دې چې نور خلک پرې را ټول شول او ډاکټر خپلې بد اخلاقۍ ته متوجه او ځان یې تېښتې ته جوړ کړ۰ زړه مې اور اخیست د شفاخانې رییس پسې ورغلم دروازه مې ټک ټک کړه، خو چې هغې زما لباس ته ولیدل چې د کرونايي ناروغانو د پایواز ځانګړې جامې وې، نو په غوصه یې وویل چا اجازه درکړه چې په داسې لباس کې دلته راشې ووځه، پیاده دا وباسه، خو چې زما حالت ته یې ولیدل ویل یې مه راځه زه درځم. زه بهر انتظار وم او ده په غالب ګومان چټ روان کړی و، کله ناکله به مسک شو او خندا به یې وکړه، د دوی د چټ ښه مثال ډاکټر مصلح دی چې فیسبوک د دوی چټونو او پستونو په سر اخیستې، زه نپوهېږم چې دوی ناروغ ته کله او څه وخت رسېدنه کوي، ډېره شېبه وروسته د رییس له کوټې را ووت، چا پرې غږ وکړ چې ډاکټر صاحب حسیب هغه… څنګه شو، بس بیا دواړه سره نږدې شول او په کافي اندازې یې حوصله را تنګه کړه، خدای شاهد دی زه له ټولو خبرو تېر وم، یوازې دې ته په تمه وم چې د غسل، تابوت کولو او میت د انتقال په پروسیجر ځان پوه کړم، خو دلته انسان او انسانیت ورک و، دلته عاطفه مړه شوې وه، دلته د انسان او انسانیت په جامه کې، د اصلاح جمعیت او خدای رضاکارانو په نامه هغه ښاماران، بې ضمیره او…. ناست وو، چې احساساتو یې په خېټه د ختلو او …. حکم کاوه، خو وجدان او انساني عقل د تسکین حکم کاوه، له ډېر خوله چینکېدلو او بې ځایه ځور وروسته یې د دې لپاره چې ما ته نور ځور هم راکړي په لوړ اواز یې هماغه ورسره ولاړ ښاغلي ته وویل چې ته ودرې زه مې ماسک واچوم دا بې ادبان وګوره چې په خپل سر را روان دي، د دوو روپو خبره به نه وي او دوی به را خوشې وي، خو زما مور د دوی د بې کفایتۍ له امله مړه وه، تقدیر به یې همداسې و، خو د دوی مسلکي اخلاق او چلند زه… دوی ته د انسان مرګ د دوو روپو خبره ښکاري، د دوی د دغه ډول چلند او اخلاقو له امله زموږ په زرګونو انسانان د پاکستان، هندوستان او …. هېوادونو ته د درملنې لپاره روان وي، دوی ته دا ذلت، بد بختي او بې ننګي نه ښکاري، خو… زما موخه ټول ډاکټر صاحبان نه دي، دغه ډول ښاغلي یادوم چې د نورو وجدان یې هم خطشه کړی، ترڅو چې حسب راته….. نور وروسته…

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *