طالبانو ته د هیواد په بېلا بېلو برخو کې ۷۴ دولتي عسکر ورغلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

طالبانو ته د هیواد په بېلا بېلو برخو کې ۷۴ دولتي عسکر ورغلي

د تیرو څو ورځو په جریان کې د بغلان، پکتیکا، پکتیا، ننګرهار، لوګر، بلخ، تخار، نورستان، ولایتونو کې د افغان حکومت ۷۴ امنیتي کسان چې په کومانډو، اردو، پولیس او نظم عامه کې یې دندې تر سره کولې، وسلوالو طالبانو ته ورغلي دي.

وسلوالو طالبانو په خپل رسمي سایټ الاماره خبر ورکړی چې د خپل مشر د عفوی له فرمان ورسته ډیری دولتي کسانو له یاد فرمان څخه په ګټه پورته کولو سره خپلې دندې خوشي کوي او خپل سولییز ژوند ته مخه کوي.

طالبانو ته چې کوم کسان ورځي طالب وسلوال ورته یوه پیژندپاڼه هم ورکوي چې د یادې پیژندپاڼې په لرو سره یاد کسان په ډاډ سره ژوند کولای شي.

د نظامي کارپوهانو په اند که له امنیتي ارګانو څخه د فرار لړۍ همداسي دوام پیدا کړي نو دې سره به افغان حکومت د نظامي پرسونل له کموالي سره لاس او ګریوان شي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *