حمله په جماتونو کې/غزل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ

حمله په جماتونو کې/غزل

شاعر: شرر ساپی

نه بلیږي هغسي ډیوه په جماتونو کې
نه کوم مسافر تیروي شپه په جماتونو کې

هغي توتکۍ اوس په مندرکې ژاله کړي ده
کومه چې پخوابه چغیده په جماتونو کې

هیلي مې په زړه کې یوپه بله په سي مه وژنه
نه جوړوي خلک هدیره په جماتونو کې

څوبه مو په ستوني کې دحق خبره غوټه وي
څو پوري به وایو کلمه په جماتونو کې

خود به نو شرره په امام په سي نیت نه کیږي
کیږي چې د هري خوا حمله په جماتونو کې

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *