په افغان جاپان روغتون کې انساني فجایع – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

په افغان جاپان روغتون کې انساني فجایع

سید نظبم سیدي

د مورکۍ مې زنکدن ( ځانکدن) و، د افغان جاپان روغتون په دهلیزونو کې مې بې درکه منډې رامنډې وکړې ښایي ډېرې سوې او بې شانه چیغې مې هم وهلې وي، خو په ډېر تکلیف مې نرس پیدا کړ، راباندې غوصه شو خو زما د ځان حیثیت ته پام نه و، په عذر مې د مورکۍ تر بستره را ورساوه، ویل یې د دې کوټې مسوولیت د ذاکرې دی، پښو ته یې کښته شوم د سوال لمن مې ورته وېړه کړه، ویل یې ذاکره او ډاکټر اتل پیدا کړه، بس بیا مې منډې کړې او دهلیزونه زما په چیغو ډک شول، بیا یې غږ کړ مانیتور راوړه، خو الله مهربانه شو د څنګ ناروغ پایواز راته را پیدا کړ، نفس یې له نوي نه څلوېښتو ته راکښته شوی و او همداسې ټيټېده، خو ما به هم ډاکټر اتل پسې منډه کوله او هم به مې مور ته منډه را اخیستې وه، تر ډېرو چیغو شاید لس، پنځلس دقیقې او یا هم تر دې زیات وخت وروسته ډاکټر اتل پیدا شو ویل یې شاته شه مزاحمت مه کوه، ورته مې وویل د مور وروستي دیدن ته مې پرېږده په زاریو او زموږ حالت ته په کتلو یې راسره ومنله، دوی د مورکۍ زړه زورکاوه او غالباً هڅه یې کوله چې بېرته یې زړه فعاله کړي، چې په دې وخت کې ذاکره نرسه پیدا شوه او چې د ناروغ وضعیت یې ولید نو مانیتور یې ترې راکش کړ او ویې ویل دا خو هسې هم مړه ده راکه چې زه د هغه زما ناروغ وضعیت یو ځل وګورم، په دې کار سره د ډاکټر اتل او نرسې ترمنځ لفظي مشاجره تر توهین او ښکنځلو ورسېده، خو ما بیا هم د ډاکټر زنې ونیولې چې زما مورکۍ….
ډاکټر ویل نه یې پرېږدم ماته یې سپکاوی کړی، خو دلته بشریت، انسانیت او ژوند ته سپکاوی کېده، یو انسان له مرګ سره لاس او ګرېوان و، خو دوی … په همدې وخت کې د ګاونډي ناروغ پایواز هم په چیغو شو د هغه ناروغ هم وروستۍ شېبې وې، نرسه ذاکره یې له لاسه ونیوه، خو هغه یې په غوصه لاس پورې واهه او په ښکنځا له کوټې ووته، د هغه پایواز چیغې به مې هم تر قیامته هېرې نه شي، ډاکټر اتل خپله خواري وکړه خو بیا یې هم وویل چې ډاکټر صاحب مېړنی پیدا کړه هغه نن د دې شف مسوول دی ستا ناروغ هسې هم وفات شو، خو زما په زړه به څه تېرېدل، ورور مې چې څومره ژړل الله یې شاهد دی، خو دوی ویل داسې یې نه پرېږدو….. په همدې حالت کې مې ډاکټر مېړنی پیدا کړ، ویل یې موږ د الله د رضا لپاره د اصلاح له خوا راغلي یو، خو دا چې….
نور وروسته….

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *