کابل: د چاودنې له امله د ملا امام په ګډون ۴ کسان وژل شوي. – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

کابل: د چاودنې له امله د ملا امام په ګډون ۴ کسان وژل شوي.

د کابل ښار د څلورمې کارتي د شیرشاه سوري په جامع مسجد کې نن د جمعې د خطبې پر مهال چاودنه شوې، چې په نتیجه کې یې د یاد مسجد د امام مولوي ”عزیزالله مفلح“ په ګډون ۴ کسان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.

د مولوي عزیزالله مفلح په اړه ویل کیږي چې په افغانستان کې د امریکایي اشغال په مخالفت سربیره په هیواد کې د یو قوي او اسلامي نظام د قائميدو غوښتنکی وو.

همدا راز به نوموړي په خپلو تقریرو کې په حکومت سختي نیوکې کولې.

د کورنیو چارو وزارت د پیښې تائید کړی خو د ډیرو جزئیاتو ورکولو څخه یې ډډه کړې ده.

وسلوالو طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کې په مولوي عزیزالله مفلح برید په سختو ټکو غندلی دی

دا په داسې حال کې ده چې څه وخت مخکې د کابل ښار د وزیر محمد اکبرخان د جامع مسجد امام هم په یوه چاودنه کې وژل شوی وو

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *