سلېمان لايق اړوند يو څو خبرې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

سلېمان لايق اړوند يو څو خبرې

شفیع اعظم

يو هنر دی، علميت دی، زکاوت دی او بل د يو چا سياسي ليدلوری او په سياسي ژوند کې کړنې.
زه شخصاً د سلیمان لایق شعري زکاوت او د قلم پوهې ته پوره درناوی لرم او په شعري ډکليمو کې مې د خوښې وړ اواز د سلېمان لايق دی.
هو سياسي کيرير، افکارو او سرو روسانو ملاتړ یې ستر جنايت وو.
د لايق په ژوند کی بايد د هغه سياسي او هنري برخه بېله شي که مکس شوه هنر ېې هم له منځه ځي.
نن چې هر افغان کومه بدمرغي څکي نو د دې د زړو کښت سلسله او طراحي تر سلېمان لايقه رسي.
کمونستانو خصوصا پرچم ښاخ چې لايق یې د بنسټګرانو له ډلې دی د سردار محمد داود شا خوا نفوذ وکړ‌. د خپل هنر او اغېز نه په استفاده یې داؤد د اسلام فکره ځوانانو خلاف وهڅاوه او هغوی یې پرې زنداني، فراري او ډیری یې پرې و وژل. دوی په ډېر مهارت سردار داود او ټول نظام د روسانو کی جي بي دام او خولې ته ننویست.
سردار داود ډیر وروسته پوهېږي چې د کمونستانو خاص حلقې ښکار شوی او کړنو یې افغانستان يوه ستر ناورين او جګړې خوا روان کړی.
يو دم له مسکو مخ اړوي، هغو مخالفينو خلاف چې يو وخت یې صرف په توره مخاطبول نرمښت او د اړيکو رغېدلو هڅی پېلوي. کله چې د سليمان لایق دوی ټيم او ملګري پوهېږي چې راز یې افشا او دسیسه رسوا شوه نو بېرته د روسانو کی جي بي پر مټ په سردار داود مخ اړوي. کودتاه کوي او د سردار داود په ګډون د هغه میرمن، زامن، ماشومان او ټول نسل په پوره وحشت له تیغه تیروي.
د کمونستانو او لايق خېلو همدا وژل د افغانستان سرپوښ ماتولو په مانا شو او بيا یې په ګډه نيغ په نيغه روسي يرغل ته غېږ خلاصه کړه.
د روسانو راتګ اړوند کمونستان په دوه ټوټو يعنې خلق او پرچم و ويشل شول. خلقيانو چې نور محمد تره کی او حفیظ الله امين یې مشري کوله او ډيری غړي یې پښتانه وو د روسانو د راتلو مخالف وو. خو پرچم ډلې چې ډيری پکې غیر پښتانه وو او مشري یې ببرک کارمل کوله د روسانو د راتګ حاميان وو. په کمونستانو کې چې بيا ډیره خنثی او بېکاره ډله وه هغه پرچميان وو او متاسفانه داکتر نجيب او سلیمان لایق بيا د پښتنو له ادرسه کونډه پرچميان شول. همدا لايق به پرچمي توب او روسي عشق کې دومره ډوب شو چې د کمونستانو فکري رهبر لينن ته به یې په وياړ درود استاوه او د اندرپوف دوستي او اطاعت یې ځانته ستر وياړ باله.
نن چې موږ کومه بدمرغي لرو او د نړۍ له کاروانه شاته پاتې يو او وطن مو له روسانو وروسته د ګاونډيو او ټولې نړۍ د سيالۍ او مداخلې ډګر دی؛ د دې ټولو پړه همدې لايق او نالايقو کمونستانو ملګرو ته ور ګرځي.
تاسې که مجاهدين او طالبان خوښ دي يا مو بد راځي نو دا هم د کمونستانو د خباثت زېږنده او غبرګون دی.
د لايق تر ټولو ستره نالايقي او شخصيتي ضعف دا دی چې په تېرو جنايتونو پښېماني پر ځای اوس هم خپل پرونی جنايت په شعري قوت بهادري را پيژني.
دوی زرګونه هغه افغانان د انګريز او امپرياليزم خونخوار په په نوم و وژل چې هغوی اصلا د امپرياليزم نوم نه پيژنده. خو نن خپله د هماغه امپرياليزم خونخوار په څنګ او خدمت کې ځوان نسل روزي او دا فاجعه نوره هم ژوروي‌. له اسلام او اسلام فکرو سره ژورې دوښمني دوی اړويستل چې نن انګريز، امريکا او هماغه کپيټال او امپرياليزم خونخوار ته په مينه غېږ ورکړي.
نور د دوښمنۍ وخت ندی او بېرته اصلي مسير ته د ورکې بېړۍ سيخولو لپاره دې زاړه کمونستان په خپلو او مجاهدين په خپلو اشتباهاتو له ملت نه بخښنه وغواړي.
که دوی اوس هم خپلې تورې څېرې سپينولو ته کار وایي نو دا ټپ به همداسې دارې وهي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *