افغان جاپان که افغان وژنه روغتون؟ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

افغان جاپان که افغان وژنه روغتون؟

سید نظیم سیدي

ورته مې عذر وکړ د خدای په لحاظ مور مې مري، خو ویل یې لاس دې خلاص، ای کاش چې د وجدان کوم څرک خو په کې وای!

تاته به مړی پروت وي ته به خپل غم ژاړې خو دا د بې وجدانه زامن به ستا په مړي که هم خپله ګټه لټوي، وایي موږ اصلاح والا یو مجاني کار کوو، خو چې ګورې یې له اکسیجن او درملو واخله تر لوی مسایلو پورې په غلاګانو کې شریک دي، دوه لیشتې ځای یې جوړ کړی وایي پنځه ویشت میلیونه مو پرې مصرف کړي، د هرې کوټې لپاره یو ډاکټر او دوه نرسان ګومارل شوي پیسې یې هم اخیستل کېږي، خو عمل کې د غونډ واټ پر سر هم ډاکټر نشې موندلای، خدای شاهد دی چې د کوڅو او بازار خلک یې د نرسانو په توګه ګومارلي لږ تر لږه د درملو نوم هم نه پېژني د کس په سر یې ترې پنځوس زره بډه اخیستې د هرې خبرې ثبوت لرم حتا نومونه یې هم د اړتیا په وخت کې افشا کولای شم، نو خدای ته وګورئ خپل ناروغان مه ذلیله کوئ د کور مرګ یې د عزت مرګ دی، زموږ د مور دې الله شهادت قبول کړي خو تاسې ته عذر کوم چې ځان ته کار مه ګورئ او مه د چا په غوړو خبرو باور کوئ، په خدای باور وکړئ چې د الله او د رسول په نامه یې داسې غلاګانې شروع کړي چې د انسان ورته استفراق راشي.

د الله لپاره د دغو خاینانو، غدارانو، ایمان پلورونکو او قاتلینو مخه ونیسئ د هر شهید شوي انسان له وارثینو وپوښتئ چې په حقایقو مو خبر کړي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *