وسلوالو طالبانو په ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګولو مخه نیولې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

وسلوالو طالبانو په ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګولو مخه نیولې

د وسلوالو طالبانو په واټساپ ګروپو، فیسبوک او ټویټر اکاونټو کې یوه ویډیو خپره شوې چې پکې طالب جنګیالي ښکاري او ادعا کوي چې د پاکستاني ځواکونو لخوا په ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګولو مخه یې نیولې ده.

دا لا نه ده مالومه چې پیښه په کوم ځای کې رامنځته شوې ده.

په ویډیو کې ښکاري چې د تار لګولو لپاره دریدلې د اوسپنې ډنډې هم نړیدلي دي.

طالب جنګیالی پخپلو خبرو کې وایي چې لومړی خو دوی غواړي چې دا مسئله د خبرو له لارې حل کړي خو په ټکو یې که حل نشوه، بیا د زور له لارې هم دوی تیار دي چې مخه یې ډب کړي.

دی پخپلو خبرو کې زیاتوي چې د نړۍ ”۴۸“ هیوادونو ته یې د خپل هیواد خاوره نه ده ورپریښې نو پاکستاني ځواکونو ته به هم اجازه ورنکړي چې دلته اغزن سیم تیر کړي.

دا په داسې حال کې ده نن یو څو نور ویډیویي کليبونه هم خپاره شول چې پکې د هلمند په برامچه کې ځایي خلکو له کرښې دېخوا د پاکستاني ځواکونو لخوا جوړ شوي تأسیسات نړول

د یادونې وړ ده چې څه وخت مخکې د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه مرکه کې ویلي وو چې ډیورنډ کرښه د دوو ملتونو مسئله ده، ځان او بل چا ته حق نه ورکوي چې په اړه یې پرېکړه وکړي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *