د بین الافغاني خبرو د پیل په اړه د ولسمشر غني تازه اعلان – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

د بین الافغاني خبرو د پیل په اړه د ولسمشر غني تازه اعلان

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له ”اټلانټېک کونسل“ بنسټ سره په مرکه کې د بین الافغاني خبرو د پیل او د ۲زرو طالب بندیانو په اړه تازه څرګندونې کړي دي.

نوموړي ویلي چې په راتلونکې اونۍ کې به نړۍ ته د بین الافغاني خبرو په اړه مهم اعلان وکړي.

ده همدا راز وویل چې د وسلوالو طالبانو ۲زره نور بندیان به هم ډیر ژر خوشي کړي.

نوموړي دا خبرې وروسته له هغه کړي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته سفر درلود او له ولسمشر غني سره یې خبرې کړي دي.

د یادونې وړ ده چې حکومت ادعا کوي چې د طالبانو ۳زره بندیان یې ورخوشي کړي خو طالبان دا تعداد نه مني او د څه کم درې زره کسانو خوشي کیدل تائیدوي.

طالبان وایي، د ۵ زرو طالب زندانیانو د خوشي کیدو سره سم دوی په یوه اونۍ کې دننه د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره چمتوالی لري.

ویل کیږي چې د بین الافغاني خبرو لپاره دوحه ټاکل شوې خو ښکېلو اړخونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *