بلخ: د شورتپې ولسوال ابراهیم وژل شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

بلخ: د شورتپې ولسوال ابراهیم وژل شوی

د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالۍ ولسوال ابراهیم او د یادې ولسوالۍ لپاره د نظم عامه پولیسو عمومي قومندان شریف چې دواړه يو ځای په یو موټر کې سفر کاوه، د آریغ باطر په سیمه کې د چاودنې له امله وژل شوي دي.

د دې پیښې مسؤلیت وسلوالو طالبانو منلی دی

د بلخ ولایتي چارواکو تر اوسه په دې پیښه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې وړ ده چې په اختر کې له اوربند وروسته د طالبانو لخوا کوم ستر برید نه دی ترسره شوی.

ویل کیږي چې د جګړې د ښکیلو اړخونو لخوا د اورکم فضا د دواړو لوریو د بندیانو د خلاصون د لړۍ د چټکیدو پخاطر رامنځته شوې ده.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *