ښځه او سړی څنګه مینیږي؟ دلته یې ولولئ! – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ

ښځه او سړی څنګه مینیږي؟ دلته یې ولولئ!

شرر ساپی

وايي ښځه د غوږونو له لارې مینیږي او سړی د سترګو له لارې، راځې د تاریخ له حافظې نه د دې خبرې په مصداق په زړه پورې تاریخي کیسه ولولو:

سکندر ته افلاطون مشوره ورکړه چې فارس کې ملوک الطوائفي رامنځ ته کړه، فارس باید مرکزي حکومت ونه لري. فارس ملوک الطوائفي حکومتونو ونیوه.
د ساسان په رګونو کې د خپلې شاهي کورنۍ وینه چلیده، راپورته شو، ملوک الطوائفي یې ختمه کړه، ده ته وویل شول چې ستاسې پاچاهي به د عربانو په لاس لمنځه ځي، ټول عمر همدې فکر وارخطا کړی و، ساسان مړ شو، اردشیر د واک په ګدۍ کیناست، ده ته د پلار وړاندوینه په یاد وه، نو په عراق يې برید وکړ، عربان او اسکانیان يې ووژل، په دوی کې يې یوه پېغله ولیده چې د ښکلا پرې تمامه وه، ورنیږدې شو، له نجلۍ يې پوښتنه وکړه:
– ته څوک يې؟
نجلۍ ووېريده، له وېرې یې وویل:
– زه وینځه یم
– پېغله يې؟
له حیا نه يې سترګې ښکته کړې او په ټيټ غږ يې وویل:
– هو
اردشیر نجلۍ له ځان سره بوتله او د شپې يې ورسره د مینې کیسې پیل کړې، فارس ته ستون شو، څه موده وروسته نجلۍ امیدواره شوه، اوس نو وخت رارسېدلی دی چې پاچا له هر څه نه خبر کړي، کله چې اردشیر پوه شو نو مرزبان ته یې وویل:
– دا ووژنه
هغه له کوره وویسته، وجدان يې ژوندی و، زړه یې پرې وسوځېد او په کور کې يې کینوله، ماشوم یې وزيږاوه، ساپور نوم يې پرې کېښود.
د اردشیر بچي نه کېدل، ډېر زیات خواشینی و، یوه ورځ یې مرزبان ته وویل:
– هیڅوک نه لرم چې زما تاج او تخت وساتي، کاش د هغې نجلۍ په وژلو مې درته امر نه وای کړی.
– مشره هغه ما نه دی وژلی، زوی یې وزیږاوه، ساپور نوم مې پرې ايښي دی، په علم او ادب مې سینګار کړی دی.
ساپور يې راوست، رښتیا هم ډېر هوښيار و، اردشیر مړ شو، ساپور واک په لاس کې واخیست، ډېر سیمې يې ونیولې، د فارس لمن يې وغځوله، ساپور هم د خپل پلار په شان د عربانو سره کرکه لرله، یوه ورځ به ترې پاچاهي نیسي، لکه څنګه چې یې ساسان وړاندوینه کړې وه، ګرځېده چې ضیزن بن معاویه يې په عربي ټاپوزومه کې پیدا کړ، د قضاعه بې شمیره قبیلې ورسره وې، تر شامه یې واکمني کوله، ساپور پسې لاړ، د حضر په ښار کې یې کلابند کړ.
پوره څلور کاله تیر شول او ساپور د کلا دیوالونو ته ولاړ دی، نه يې شي فتحه کولی، عربانو له خپلو سنګرونو په کلکه دفاع کوله، د ښځو په منځ کې د ساپور د ښکلا په اړه ګونګسې خپرې شوې.
د ضیزن لور نضیره ډېره ښکلې وه، د ساپور په اړه د ښځو خبرو تېرویسته، نالیدلې پرې مینه شوه، یوه شپه په پټه له ښاره ووتله، ساپور ته ورغله، په رښیتا هم ډېر زیات ښکلی دی، زړه یې پرې وبایله ورمخکې شوه، د رڼا په څېر روانه ده، داسې احساس کوي لکه خوبولی چې په ښایسته خوب ویني.
ساپور چې ولیده هک پک يې مخې ته ودرېده، مینه یې پرې ورغله، ورغی له لاس نه يې ونیوله، خپل څنګ ته يې کینوله، دواړو د مینې خوږ بنډار شروع کړ او له وجوده ورک شول.
د پلار د کلا ټول رازونه یې ورته وویل، اسپوران یې ورولیږل او په زور کلا ته ننوتل، ضیزن يې ووژاه او ورسره قضاعه یې ټول له تورې تېر کړل، بیا يې له نضېرې سره په عین التمر کې واده وکړ، د شپې په وریښمي بستره کې اړخ په اړخ اوښتله، د ګنډېرې یوې پاڼې زوروله.
ساپور ورته په زړه تنګۍ مخ وروګرځاوه، دا بستره د نضیرې پستې او نرمې بسترې ته چېرته رسېده، په نرمه بستره کې په خوب عادت ه، ساپور ورته وویل:
– خواره شې پلار دې څه ډول خواړه درکول؟
هغې ډېر په ناز وویل:
– کوچ، ماغزه، ګبین او پاک شراب
ساپور نه هير نه و چې دې د خپل قوم سره خیانت وکړ، پلار يې د مرګ خولې ته ورکړ، ورته يې وویل:
– زه خو درسره اوس اشنا شوم، د پلار په څېر مینه او خواړه کله درکولی شم.
یو اسپور يې راوغوښت، د نضیرې کوڅې يې د اس په لکۍ پورې وتړلې او اسپور اس تر هغې وځغلوه چې اندمونه یې جدا شول.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *