د پېښور بالا حصار – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ

د پېښور بالا حصار

د پېښور په مرکز کي تاريخي کلا [بالاحصار] کلا اټکل ۵۰۰ کاله وړاندي مغل باچا ظهیرالدین بابر جوړه کړې وه او پېښور چي کله د افغانستان د ژمي پلازمېنه وه نو پښتنو باچهانو به هم دغه کلا د خپل مرکز په توګه کاروله.
خو ځیني تاریخپوهان بيا په دې اند دي چي دا کلا تر اوومي میلادي پیړۍ د مخه هم شتون لاره، ځکه چې چیني زایر هیوان تسنګ دافغانستان له لارې په ۶۳۰میلادي کال کې داوسني پښتونخوا مرکز پېښور ته ولاړ نو هلته يې یوه تاریخي کلا لیدلې وه چي په غالب ګومان سره به همدا د پېښور بالا حصار وي.
د بالا حصار په اړه د غزنويانو او د غوريانو په تاريخ کي هيڅ نه دي ليکل سوي. د کلا د بېرته جوړولو په اړه د اکبر باچا مورخ ابوالفضل د مرزا کامران له خولې ليکي چي: “افغانانو د بګرام، چي اوس پېښور نومېږي، کلا ورانه کړې وه نو همايون باچا ددې د بېرته جوړولو هوډ وکړو. ويل يې چي دا کلا به زما لپاره د هندوستان د بېرته نيولو پېل وي”.
دمغولي بابر تر مړینې وروسته کله چي په ۱۵۳۱ میلادي کال کي دده زوی نصیرالدین محمد همایون د هندوستان دویم مغولي واکمن سو نو دغه ورانه کلا یې له سره ودانه کړه او سکندر خان ازبک یې د نوموړي کلا د کلادار په توګه وټاکه، خو کله چي دغه کلا ودانیدله نو د لازاکو پښتنو پر دغه کلا برید وکړ، خو سکندر خان ازبک ددغه کلا کلادار دلازاکو پښتنو دغه برید پر شا وتمباوه.‍
تر همایون وروسته کله چي دهغه زوی جلا ل الدین محمد اکبر دهندوستان واکمن سو نو دهغه دواکمنۍ په وخت کي دپیښور په بالاحصار کي اور ولګید او د کلا دننه سوداګریز توکي او ډیپوګانو اور واخیست.
څو کاله وروستو په ۱۸۱۵ م کې سيکانو ټول پنجاب ونيولو او د دوي يو تکړه کوماندان هري سنګ نالوه د خپل ځواک سره د اباسين نه پورې پېښور ته مخه کړه. شاو خوا درې کاله د سيمې خلکو د دوي مقابله کوله خو اخر دوي پېښور ته ورننوتل. دوي د بالاحصار دېوالونه ړنګ کړل او ددې مخ ته د شاهي باغ نه يې ونې پرېکړې. خو لږه موده وروستو د رنجيت سنګ په امر دا کلا بېرته جوړه شوه او د “سمير ګړ” نوم يې ورله ورکړو (سمير د هماليه د غرونو يوه لوړه څوکه ده) د سيکانو دوره لنډه وه او په ۱۸۴۸ م کي انګرېزان راغلل نو دوي د سيکانو جوړښت وساتلو خو نورې پخې خښتې يې پکي وکارولې.
بالا حصار دوه غټ دېوالونه لرې چي د دواړو په منځ کي سړک جوړ سوی دی. دا دېوال ۲۵ فټ لوړ دی او دننه دېوال د بهرني نه هم لوړ جوړ سوی دی چي د پخو خښتو دی. په دې کي د ورننوتو دروازه په شمال کي ده او دننه به ورتلو ګس لاس ته يوه بله دروازه ده چي سړک پرې جوړ سوې دی. ددې به لوی دروازې د مرمرو په يوې ډبرې ليکلي دي چي دا ښار مهاراجه رنجيت سنګه په ۱۸۱۹ م کې فتح کړې و.
د کلا دننه دېوال کي د پوځيانو بارکونه و او ددې په ختيځ دېوال کي دننه يو زيارت جوړ و. خلک ورته د مستان شاه زيارت وايي او د کلا د يوې برخې په توګه تر اوسه ساتل سوې دی.
د پېښور په دې تاريخي کلا تر اوسه کله د پوليسو او کله د ملېشيا په لاس کي وه خو عام خلک او بهرنيانو ته هم دننه د ورتلو اجازه وه. د يويشتمې پېړۍ د بېل راهيسې د دې دروازې د خلکو په مخ وتړل سوې.

له منډیکګ څخه په مننه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *