دوې هفتې کېږي چي تور، سپين، ځوان، زوړ، ښاري او کلیوالي امریکایان د پولیسو د تشدد پرخلاف پرله پسې مظاهرې کوي.
اکثره اعتراضونه سوله ایز دي، همدا وجه ده چي د امریکایانو او جهانیانو خواخوږي یې ترلاسه کړې ده.
امریکایان د ولسي اعتراضونو اوږد تاریخ لري.
ټرمپ د اعتراضونو په اولو ورځو کي خصمانه او جنګره موقف غوره کړ، د هغه دا بېرحمانه دریځ د قهرېدلو امریکایانو قهر لا راوپاروی.
ټرمپ مظاهرچیانو ته د ترورست، بلواګر، او انارکیست کلمات وکارول.
د ټرمپ او اقلیتونو روابط پخوا هم ښه نه ول، ټرمپ د کانګرس تورو استازو ته وویل بېرته خپل وطن ته ولاړ سئ.
ټرمپ امریکا ته راتلونکي مهاجر لاتین هسپانویان په قفسونه کي بندي کړل، د مسلمانانو پر خلاف یې بد الفاظ وکارول.
بلخوا، د کورونا مرض د امریکایانو ترمینځ اقتصادي نابرابري ښه برملا کړه، شتمنو امریکایانو له ښارونو څخه خپلو تفریحي کورونو ته فرار وکړ خو غریب امریکایان د کورونا په منګلو کي راګیر سول.
سوشل میدیا هم د اعتراضونو په خورولو کي محوري نقش ولوبوی، که د جورج فلوید قتل عامو خلګو نه وای ریکارد کړی، د فلوید سنه به ورکه سوې وای.
د اعتراض په دوران کي سوشل میدیا د پولیسو نور خشونت هم برملا کړ.
دغه راز په اعتراضونو کي د هغو میندو نقش هم بارز دی چي پولیسو یې اولادونه ورقتل کړي دي.
واحد فقیري
څرگندون