په کابل کې په رڼا ورځ د سروزرو دکانونه لوټ شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

په کابل کې په رڼا ورځ د سروزرو دکانونه لوټ شوي

د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې نن سهار ۸ بجي وسلوالو غلو د سروزرو مارکیټ لوټ کړی دی

د مارکیټ دکانداران وایي، د سهار ۸ بجي وې چې وسلوال کسان مارکیټ ته راغلل، د مارکیټ ټول دکاندان یې په وهلو وهلو یوه دکان ته ټول کړل او بیا یې د دکان دروازه پسې بنده کړه.

د دکاندانو په وینا وسلوالو غلو ډیر په ډاډه زړه ټول مارکیټ لوټ کړ او په خورا اطمینان سره له مارکیټ ووتل

د پیښې یو اغیزمن دکاندار نقیب الله وایي چې دا لومړی وار نه دی، چې داسې کیږي بلکې څو ځله مخکي هم داسې پیښې له موږ سره شوې دي

یو دکاندار په هیجاني حالت کې خبریالانو ته وویل، موږ چاته وژاړو، چاته فریاد وکړو، موږ د حکومت په نوم هیڅوک نه پیژنو او نه هم دلته حکومت شته.

د سیمې عیني شاهدان او دکاندان وایي، دغه غلا په داسې حال کې شوې چې څو امنیتي پوستي په ډیر کم واټن کې قرار لري خو د پیښې په مهال یې هیڅ هم نه دي کړي.

د کورنیو چارو وزارت د یادې پیښې په اړه د خبریالانو پوښتنو ته له جواب ویلو ډډه کړې.

د وسلو په زور غلا او د دولتي چارواکو لخوا اداري فساد نن سبا په افغانستان کې د یو دود بڼه خپله کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د تدارکاتو کمېټې رئیس او دوه نور دولتي چارواکي د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي خو لویه څارنوالۍ په دې اړه ناخبري ښیي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *