کابلوف: طالبان بدل سوي دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

کابلوف: طالبان بدل سوي دي

د هند مشهور اخبار (د هندو) د جون پر ۵ مه د افغانستان لپاره د روسیې د خاص استازي ضمیر کابلوف سره یوه اوږده مرکه کړېده. د دې مصاحبې مهم او غټ ټکي دا دي:

کابلوف وايي روسیه په قطر کي د امریکا او طالبانو تر مینځ له موافقې هرکلی کوي. او هند باید اوسني شرايط په پام کي ونیسي، ځکه له طالبانو سره خبري نه کول تر وخت تېري خبري دي. طالبان د افغانستان د سیاسي واقعیت مهم جز دي.

کابلوف وايي طالبان بدل سويدي.«طالبانو له خپلو پخوانیو اشتباهاتو څخه زده کړه کړېده.» کابلوف زیاتوي طالبانو خپل افراطي موقفونه اصلاح کړيدي. هغوی د ګاونډیانو سره ښه روابط ولري، او حتی ددې امکان سته چي کشمیر د هند داخلي مسله وګڼي. کابلوف وايي،«زه شک لرم چي دا دي تاکتیکي مانوره وي. بلکي دا یو ستراتیژیکي موقف دی.»

کابلوف وايي د افغان د سولي لپاره خوشبیني زیاته ده. خو ډېر شیان په کابل پوري اړه لري. هغوی باید طالب بندیان آزاد کړي، او داسي مذاکراتي ټیم وټاکي چي طالبان ور سره خبري کولو ته حاضر سي. کابلوف وايي روسیه په قطر کي د طالبانو له دفتر سره تماس لري. او روسیه طالبان د سولي مذاکراتو ته هڅوي.

بلخوا، واشنګټن پوسټ د جون پر ۷ مه لیکي د اختر درې ورځني اوربند په افغانستان کي د سولي مسله توده کړېده. اخبار لیکي که چیري حالات همداسي روان وي، بین الافغاني خبري ښايي په راتلونکو هفتو کي شروع سي.

واشنګټن پوسټ لیکي د سولي راتګ افغانان دېته مجبوره کړيدي چي د سولي لپاره قربانیو ته چمتو سي. ځکه سوله د پام وړ امتیاز ورکولو او مصلحت کولو ته ضرورت لري. خو له یوې خوا، د کابل حکومت د جمهوریت ساتل غواړي، مګر له بلي خوا طالبان په ملک کي د اسلامي قوانینو جاري کول غواړي.

واشنګټن پوسټ لیکي د افغانستان په کلیوالي سیمو کي خلګ له دوامداره تشدده ستړي سويدي، نو لهذا د هغوی لومړیتوب سوله ده. د تخار د ولایتي شورا غړی، ښاغلی میر احمد قاسم، وايي،«سوله چي په هر قیمت وي،‌ باید راسي.» هغه زیاتوي«د کابل چارواکو ته د بشر او د ښځو حقوق مهم دي. مګر هغه خلګ چي جنګ يې زامن خوري، هغوی په هر قیمت د تشدد ختمول غواړي.»

په کندوز کي د بشر د حقوقو فعال، رحمت الله همنوا، وايي«سوله باید په هر قیمت چي وايي راسي، او دواړي خواوي باید د سولي لپاره قرباني ورکړي.»

د تخار د ولایتي شورا غړی میر احمد قاسم علاوه کوي،«د هغو خلګو لپاره چي کورونه يې بمبارېږي، مېرمني يې کونډي کېږي، زامن یې یتیمان کېږي، د هغوی لپاره سوله او د جنګ درېدل تر ټولو اهمیت لري، نه د بشر حقوق او یا د ښځو حقوق.»

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *