ایا د هېواد د اوبو د مهار امکان شته؟ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

ایا د هېواد د اوبو د مهار امکان شته؟

پوهاند محمد اسماعیل یون

هر څه ته باید په منفي نظر و نه ګورو ، نه دا ملت دومره توهین کړو ، چې د هېڅ شي ظرفیت نه لري. دا یو مقاوم او ډینامیک ملت دی چې که مشرانو یې له تدبیر څخه کار اخیستی وای ، نو د نړۍ په کچه به يو سوکاله ملت وای. راځو د اوبو کنټرول ته : اوس د ټکنالوژۍ زمانه ده ، تر هغه چې موږ لوی او منځني برېښابندونه جوړوو ، پوره وخت او پیسو ته اړتیا ده ، اوس لنډه لاره دا ده چې له لمریزې برېښا څخه ګټه واخلو. ، یو میګاه واټ سولري برېښنا د نږدې زرجریبو ځمکې د خړوب ظرفیت لري . د هلمند ، کونړ او د هېواد د نورو سیندونو په لمنو کې په لکونو هکټاره شاړې ځمکې پرتې دي ، که له سولري برېښنا څخه کار واخیستل شي ، د زیاتو ځمکو د خړوب امکان شته . که دا کار یوازې حکومت ته پرېښودل شي بیا به هم د اوس په شان ناشونی شي، خو که حکومت د دې کار لپاره یو عادلانه فورمول جوړ کړي ، نو هم به اوبه کنټرول شي ، هم به کرنه وغوړېږي ، هم به خلکو ته کار پیدا شي او هم به حکومت یو لړ عایدات تر لاسه کړي . دا فورمول کېدی شي دا او دېته ورته کومه بله بڼه ولري: هر افغان چې په خپلې لمریزې او یا هم د اوبو په برېښنا د سیندونو له روانو اوبو څخه هر څومره شاړه دولتي ځمکه اباده کړه د هغو د عایداتو لس سلنه دې د حکومت او نوي سلنه دې د هغه شخص وي . په دې ډول به دولت هغو شاړو ځمکو ته د ابادۍ لاره پیدا کړي چې له بابا ادم څخه تر دې دمه بې حاصله پاتې دي ، دا قانون دې تر هغه دوام پیدا کړي چې دولت ورته لوی او واړه بندونه جوړ کړي . دولت کولای شي د برېښنا د تولید لپاره هم ورته فورمل جوړ کړي ؛ د برېښنا بندونو جوړونه هم کورنیو خصوصي شرکتونو ته ورکړي ، نوره نړۍ کې هم د برېښنا د تولید اکثره شرکتونه تر لسو کلونو پورې هېڅ ډول مالیه نه ورکوي ، تر هغه وروسته بیا د مالیې پر ورکړه مکلف دي. اوس لنډه لاره همدا سولري برېښنا ده ، چې هم ارزانه او ساده ده او هم په چټکۍ سره نوره هم ارزانه کېږي. د دې تر ځنګ حکومت باید تر ځمکې لاندې اوبو پر ایستلو هم کلک بندیز وګلوي او خلک مجبور او تشویق کړي چې له روانو اوبو څخه ګټه پورته کړي . عجیب حالت دی ؛ روانې اوبه مو په وړیا ډول ګاونډیو ته روانې دي او موږ تر خپلو ځمکو لاندې اوبو څخه د معین قېمت په بدل کې کار اخلو ، .نو که غواړو هم خپل ځان سوکاله کړو ، هم خپل وطن زرغون کړو او هم د ګاونډیو له شرارته ځان خلاص کړو او هم هغوی یو عادلانه تعامل او ښه ګاونډیتوب ته اړ کړو، باید خپلې اوبه کنټرول کړو. اوبه مو خپلې ، لمر مو خپل ، ځمکه مو خپله ، یوازې یوې لمریزې وسیلې ته اړتیا لرو او بس.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *