ولسمشر غني او عبدالله لاهم په ایران کې د سوزول شویو افغانانو په اړه خاموش دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ولسمشر غني او عبدالله لاهم په ایران کې د سوزول شویو افغانانو په اړه خاموش دي

وروسته تر هغې چې د ایران په یزد ښار کې ایراني پولیسو د افغان مسافرو یو موټر په مرمیو وویشت او اور یې واخیست، درې تنه افغان مسافرین د اور په لمبو کې وسوزیدل او ووژل شول او څو تنه نور ټپیان شول، افغان مشرانو یې لا هم په اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلای

بل لور ته په ایران کې د افغان سفیر له لوري د یادې پیښې له زخمیانو سره لیدلو کتلو د ګڼ شمیر افغانانو توند غبرګونونه راپارولي دي

په ایران کې افغان سفیر په داسې حال کې له یادو زخمیانو سره لیدلي چې هغوی بیغیر له کوم جرم څخه په روغتون کې په هتکړیو تړل شوي او افغان سفیر ورسره یادګاري عکسونه ایستل

په سوشل میډیا کې د افغان سفیر له عکسونو نشریدو سره سم په هیواد کې افغانان زیات قهریدلي او افغان سفیر یې په دې ملامت کړی چې ولې دومره بې احساسه وو چې اقلا د ملاقات پروخت یې د خپل یو هیوادوال زخمي له لاسو هتکړۍ نشوای لرې کولای

که څه هم څه موده مخکې د ایراني ځواکونو له لوري په لسګونو افغان مسافرین د هریرود سیند ته وغورزول شول او زیات شمیر یې ووژل شول، افغان دولت یې په اړه یو تحقیقاتي پلاوي په ټاکلو یاده موضوع پټه پریښوده او د تحقیقاتو نتیجه یې معلومه نشوه، خو دا ځل د څو ورځو په تیریدو لاهم دواړه افغان مشران د ایران له لوري د افغانانو په سوزولو خاموش دي او کوم غبرګون یې نه دی ښودلای

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *