په نږدې ورځو کې به ۱۰۰۰ تنه نور طالب بندیان هم خوشې شي:جاوید فیصل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

په نږدې ورځو کې به ۱۰۰۰ تنه نور طالب بندیان هم خوشې شي:جاوید فیصل

وروسته تر هغې چې د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد افغانستان ته راغلی، تازه د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي، چې په لنډ راتلونکي کې به ۱۰۰۰ تنه نور طالب زندانیان ازاد شي

د فیصل په خبره دا اقدام یې د وسلوالو طالبانو له لوري د یو شمیر سرتیرو تر ازادولو وروسته کړی دی

افغان دولت په داسې حال کې دا اعلان کوي چې خلیلزاد یو ځل بیا کابل ته را رسیدلی دی

تیر ځل هم افغان ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره تر تلفوني خبرو وروسته د ۲۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصون فرمان صادر کړی وو

داسې ښکاري چې امریکا د سولې تړون ته متعهده ده، تر څو د بین الافغاني خبرو د پیل څخه وړاندې ۵۰۰۰ طالب بندیان او ۱۰۰۰ تنه دولتي سرتیري ازاد شي او بین الافغاني خبرو ته لار هواره شي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *