د امریکا پاڅون – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

د امریکا پاڅون

نن د امریکا په سلهاوو سترو او وړو ښارونو کي په سلهاو زرو امریکایانو د پولیسو د تشدد او خشونت پر خلاف خپل ۱۲ ورځني پرله پسې اعتراضونو ته دوام ورکوي.

په واشنګټن کي اعتراض کونکي موزیک اوري، او د نژادي تبعیض پر ضد شعارونه ورکوي.

انتظار کیږي چي دا اعتراضونه به څو میاشتي روان وي.

‏په دې تاریخي تظاهراتو کي د امریکا ګرده نژادونه اوږه په اوږه سره ولاړ دي، خو سپين پوستي تر بل هر چا زیات دي.

په پاریس، لندن، سیدني، برلین، ټوکیو، او د جهان په نورو سترو ښارونو کي په امریکا کي د پولیسو د خشونت پر خلاف مظاهرې رواني دي.

د امریکایانو په منظمولو او لمسولو کي سوشل میدیا محوري نقش لري.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *