ته هلته څه کوې؟ د کومې هندۍ فلمي ستورې خندا ته خیال وړی یې؟! – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

ته هلته څه کوې؟ د کومې هندۍ فلمي ستورې خندا ته خیال وړی یې؟!

دکتور هاتف مختار

په لږه موده کې دا دوهم ځل دی چې د ایران لخوا له افغانانو سره ناوړه او د بشري قوانینو خلاف عمل کیږي.
ایران که زموږ خپل نه دی، خو هلته ناست سفیر خو د افغانانو دی، د افغان نوم پرې یادیږي، او په سفارت یې درې رنګه بیرغ ولاړ دی، هغه هلته څه شی کوي؟ شعرونه او منظومې لیکي؟ د شفيع کدکني او نورو فارسي ادیبانو کتابونه مطالعه کوي او که یې د خیال کوتره بیا د کومې هندۍ فلمي ستورې د خندا او شونډو لپاره د تشبیهاتو په لټه کې ده.
د ذلالت او شرمندګۍ ځای خو دادی چې روغتون ته د سوزیدلو افغان ځوانانو د پوښتنې لپاره چې سفیر؟! راغلی، بیماران په بستر کې په هتکړیو تړل شوي او دی ورته ولاړ دی، سمه ده دې افغانانو بد کړي وو او په ناقانونه ډول ایران ته تللي وو، درسره وبه یې منو چې سوزیدلي هم په غلطۍ کې دي نو دې ته به څنګه پرتوګ وګنډې چې ستا په مخ کې بې توانه افغان جسد په هتکړیو تړلی؟ ته چې هلته دومره سپک یې چې ستا نه دومره حیاء نه کیږي او ستا د راتګ نه مخکې له بیمارانو هتکړۍ نه ایسته کیږي، نو بیا ته کوې هلته څه شی؟ تا دا دومره وخت څه کول؟ تا تر اوسه دومره څه نه دي کړي چې د خپل هیواد او ایران ترمنځ کم ازکم دومره رابطه ټینګه او متقابل احترام رامنځته کړې چې ستا په مخ کې خو هغه دیپلوماسي مراعت کړي
خبرو او لیکنو ته یې چې کینې بې له انسانیته به بل څه پکې پیدا نکړې او د افغان انسان چیغې به ترې اورې خو په عمل کې بیا انسانیت ترې بیزاره دی او حیوانان یې په حال باندې خندا کوي، دوی تر حیوانانو هم بدتر دي، د دوی لپاره همدا ذلت بس دی چې په خبرو کې به یې د قران او حدیث ټکی وانه ورې، د دوی د ټولو مفاهیمو او الفاظو سرچینه د کفارو کتابونه دي.
بده به نه وي چې دلته یو ځل بیا د اوسني عصر د احمدشاه او میرویس نیکه یادونه وکړو، آیا که لوی ملا عمر ژوندی وی، د ایران په وړاندې به یې موقف داسې نه وای لکه بي بي سي ته یې چې ویلي وو: بیا یې تر اصفهانه ولله که پریږدم. هرڅوک راپورته شي او خبرې وکړي، خو د عمل خلک بیا معلوم دي او افغانانو ښه پیژندلي دي

دا زما تړلي لاس او ستا درنې، درنې څپېړې
یو وخت خو به اشنا! دا په حساب کې راولم
اسماعیل یون

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *