غفور لیوال! – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

غفور لیوال!

ډاکټر فیض ځلاند

له نن درې کاله دمخه مشال ټکر کابل ته پدې تمه را بلل شوی و چې ګواکي ارګ تصميم نیولی چې دوی ته به افغان تذکره ورکول کیږي، دا چې ارګ ورسره څه وکړل، هغه ټکر صیب خپله هم ویلي او لیکلي دي، که ضرورت شو بل وخت به زه هم لیکل پرې وکړم.
زه به يې له غفور لیوال سره کیسه درته ولیکم. مشال ټکر په یو غلي، پټ هوټل کې پاتې کیده، یوه ورځ يې راته وویل چې یو مهم کس ته ځو، که یو ځل راشي، چې ورغلم د لیوال د لیدو ئې راته وویل، له دې شرمه چې ونه وايې زه يې نه ورولم، په زړه مې تېږه کېښوده، ور روان شو. دې وخت کې غفور لېوال د قبایلو وزارت سرپرست وزیر دی، زه خبر وم چې ګل اغا پرې راولي، د هغه د نن سبا معرفي کیدو وخت و، خو ټکر غریب نه و خبر، ټکر صیب تیلفون ورته کړی و، دوه بجې وخت يې ورسره ټاکلی و.
لیوال ته چې ورغلو، سکرتر يې کېنوولو، واېې وزیر صیب بوخت دی، ښه ځنډ وشو، ما ټکر ته وویل زنګ ور ووهه، په دې کې سکرتر ور ننوت، بیرته راغی وايې راځي، لیوال عاجز تنها په لویه خونه کې ناست و، زه يې چې له ټکر صیب سره ولیدم، سړی سره غونج شو، ټکر ورته وویل چې وزیر صیب زما د تذکرې هیڅ پته نه لږي، شل شپې مې شوي، زه نور صبر نشم کولی.
لېوال ورته پخپل نارینه غږ وویل چې ته له ځلاند صیب سره ګرځي نو باید د حکومت له ناکردو او بې کفایتیو خبر وي، دا غل حکومت دی، د څو کمزورو او بې ارادي، سپکو خلکو لاس ته لویدلی، مخکې خو به زه کابینې ته تلم، اوس دا دوه اونۍ وشوي چې کابینې ته مې هم نه غواړي، نو زه ستاسو د تذکرې پوښتنه نشم کولی. له دې حکومته د تذکرې تمه مه کوه، ځلاند صیب دا حکومت ښه پیژندلی.
دې کې جګ شو، یو څو پریتي زینتا ته د لیکلي شعرونو کتابونه يې ټکر صیب ته ډالۍ کړل، ما په ټکر صیب غږ وکړ چې ځه چې ځو، ټکر غریب پوه شو، ترې رخصت شو، د قبایلو د وزارت یو ریس زما ډېر ملګری و، ټکر صیب ته مې وویل چې راځه هلته یو سلام وکو، رحمان بابا کې به درته په لوی افغانستان غونډه جوړه کړم.
ریس ته چې ورغلو، ډېره مېنه يې موږ ته راکړه، د ښوونځي مدير ته يې زنګ واوهه د غونډې د تیاري يې ورته وویل، ټکر صیب ډېر خوشال شو، پدې کې یو هلک چې وزارت کې کار کاوه، له تیلفون سره ریاست ته را ننوت، تیلفون یې ریس ته ورکړ، ریس ماته وویل چې وزیر صیب درسره غږیږي، ګورم لېوال چنګیږي، وايې ځلاند صیب دا مجلس نه چې څوک خبر نشي، د تیلفون غږ یو څه اوچت و، ټکر واوریده، ما ورته کړه سمه ده، اندیښنه مه کوه. (ما هم په دې کېسې دا څو کاله تيږه کېښوده چې ولې په راتلونکي دندې تېږه ورته اړوي)، موږ زینو کې ښکته روان و، ټکر صیب نهایت خفه و، ما ورته کړه سبا به پخیر رحمان بابا لېسه کې ښه په پراخه سینه د خپلې مبارزې او لوی افغانستان تاريخ او اهمیت شاګردانو ته بیان کړي، د ټکر فکر مې بدل کړ.
سبا چې شو، ریس صیب مې تیلفون ته ځواب نه وایه، ټکر صیب حیران و چې دا څه چل دی، دې کې څه کم یولس بجې شوي، چې د ریس پیغام راغي، چې ما وبخښه ستاسو غونډه په رحمان بابا کې ونشوه، ما ورته بیا زنګ وواهه، غریب په ډېر مات زړه راته وویل چې ستاسو له تګ وروسته، وزیر صیب (غفور لیوال ) وغوښتم ښه يې و څنډلم، راته يې وویل چې بیا دې لدې خلکو سره ونه ګوري.
خدای شته چې ټکر صیب ته بیخی کم راغلم، ټکر راته وویل چې لیوال به هره ورځ خپل شعرونه را لیږل او زارۍ به يې کولي چې که دا په سردار علي زمزمه کړي، زما خو ورته زړه کې احترام و، دا خو ډېر کمزوری سړی وخوت.
زه ټکر پدې ملامتولم چې ولې دې وروستم، ما ورته کړه چې بیابه دې ویل چې تاسو خپلو کې جوړ نه یاست نو لوی افغانستان به څنګه جوړوي. ښه یی وخندل.

دا مې نن ځکه ذکر کړه، چې اوس يې لیوال عاجز ته تاوان نه رسیږي، هغه وخت کې کیدای شوای بې وظیفې شوی وای، اوس خو سفیر دی، مګر ښه ده چې ځوانان دا د پښتنو، مظلومو افغانانو په غږ، په ویر، په غم سوداګر ښه وپیژني، چې خپل راتلونکي ترې وژغوري.

درنښت،

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *