په بغلان کې ۲۳ تنه امنیتي کسان طالبانو ته ورغلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

په بغلان کې ۲۳ تنه امنیتي کسان طالبانو ته ورغلي

د بغلان له ولایت څخه خبرونه کاږي چې د افغان حکومت ۲۳ تنه امنیتي کسان چې په ملي اردو او ملي پولیسو کې یې دندې اجراء کولې، خپلې وظیفې خوشي کړي او له وسلوالو طالبانو سره یو ځای شوي دي

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر د دې خبر په اړه داسې لیکلي: ”د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دکابل ادارې ۲۳ تنه عسکر، پولیس او اربکیان د امیرالمؤمنین د عفوې له فرمان څخه په استفاده له خپلو دندو لاس په سر او له مجاهدینو سره یوځای شول.
د جلب و جذب مسئولینو یې هرکلی وکړ.“

د بغلان ولایتي چارواکو تر اوسه پورې په بغلان کې طالب لورې ته د امنیتي کسانو د تسلیمدو په باره کې کوم غبرګون نه دی ښودلی خو یو سیمییزې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط موږ ته دا خبر تائید کړی دی.

که له یوې خوا د تیر کمکي اختر تر اوربند او بیا ورسته د تشدد کم والي سولې ته د افغانانو هیلي مخ په زیاتیدو کړي دي، بل طرف ته ډیری افغان ځوانان چې مخکي یې د هیواد په امنیتي ارګانونو کې دندې اجراء کولې، لیدل کیږي چې خپلې دندې خوشي کوي او سولیز ژوند ته راګرځي

دا په داسې حال کې ده چې د طالب وسلوالو د بندیانو کمیسون اړوند مسؤلین په کابل کې دي او ویل کیږي چې له خپلو زندایانو سره یې له نژدې خبرې کړې دي.

ځینو سرچینو افغان وطن ته ویلي، ډیر امید شته چې د افغان حکومت له لوري به ګن شمیر نور طالب بندیان هم ازاد شي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *