د امریکایانو د پاڅون دوهمه هفته – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د امریکایانو د پاڅون دوهمه هفته

د امریکا په سترو ښارونو او ښارګوټو کي د پولیسو د خشونت او ظلم پر خلاف ولسي او مدني اعتراضونه روان دي.

په امریکا کي د اقلیتونو سره د پولیسو تشدد تاریخي سابقه لري، او د امریکا د تاریخ مهم جز دی.

د امریکایانو اعتراضونو د امریکا د دولت ریاکاري او تشدد ته معتاد بودن ښه برملا کړ.

‏د پولیسو د تشدد پر ضد په دې تاریخي مظاهرو کي پولیسو زیات خبریالان وهلي دي.

د ژورنالستانو سره د پولیسو خشونت په امریکا کي د بیان آزادۍ ته جدي خطر مواجه کړی او امریکا یې د بنانه ريپبلیک په کتار کي راوستلې ده.

د پولیسو او دولت تشدد د امریکایانو روح ناارامه کړېده.

په ځينو ښارونو کي پولیسو ښځي هم وهلي دي.

‏امریکايي دپلوماتان وايي چي اوس دوی له شرمه بل چاته د بشر د حقوقو په برخه کي لکچر نسي ورکولای، ځکه هغوی کټ کټ پر خاندي.

په ‌‌‌‌‌‌ډيرو ملکونو کي د امریکا د سفارتونو مخکي اعتراضونه سويدي او د امریکا دوه مخې پالیسي یې غندلې ده.

اوس ایران، چین، او افریقا په امریکا کي د پولیسو پر تشدد باندي بحثونه کوي

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *