د امریکا د ‏پاڅون تازه حال – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د امریکا د ‏پاڅون تازه حال

د پولیسو د تشدد پر خلاف د امریکایانو د روان پاڅون په ۸مه ورځ د امریکا په ګوټ ګوټ کي په لسهاوو زرو خلګو برخه اخیستې ده.

مظاهرې زیاتره مدني دي، په ځينو ښارونو کې پولیس او فوجیان د اعتراض کونکو سره یو ځای سوي دي.

اکثرو والیانو د ټرمپ هغه بلنه رد کړې ده چي د نظامیانو د فعالو مطالبه یې ترې کړې وه.

‏د امریکا پایتخت واشنګټن نظامي څېره غوره کړې ده، په ښار کي زیات عسکر ځای پرځای سوي دي او دښار زیات سړکان بند دي.

د سپيني ماڼۍ شاوخوا عسکر ولاړ دي، او نوی فینس باندي راګرځول سوی دی، ټرمپ خزه او پټ دی.

په ټکساس ایالت کي د فقید جورج فلوید د غمشریکۍ په مراسمو کي ۶۰ زرو امریکایانو برخه اخیستې وه.

‏پخواني امریکايي مامورین وايي چې د مظاهرو د مهارولو په مقصد د نظامیانو کارول یو بد او کرغېړن تصمیم دی، ځکه امریکايي عسکر باید هیڅکله د امریکایانو پر ضد و نه کارول سي، هغوی باید یوازي د خارجي اشغال په وخت کي راوایستل سي.

په دې تیرو قریب ۶۰ کلونو کي دا لومړی کرت دی چي نظامیان د پولیسو دنده اجرا کوي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *