آیا پوهیږئ! دکتور ایاز چا شهید کړ؟ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

آیا پوهیږئ! دکتور ایاز چا شهید کړ؟

دکتور هاتف مختار

دا خو یو حقیقت دی چې په جنګ کې د ځینو محدودو کسانو ګټې نغښتې وي خو ملت بیا ټول ترې کړیږي، د امن او خوشالۍ په ارمان هره شپه سبا کوي.
له امریکا سره د طالبانو له تړون وروسته په داخل کې ځیني کړۍ درګرده لګیا دي چې په هیواد کې د سولې راتګ چیلنج کړي او د سوکالۍ د مخنیوي پخاطر هر ډول ناکامه هڅه په کار اچوي.
کله چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون لاسلیک شو، له هغې ورځې راهیسي په ځینو کسانو اور لګیدلی او مځکه ځای نه ورکوي، دوی په دې تړون کې د خپلو نفسي خواهشاتو وروستۍ شیبې شماري، په هېڅ صورت نه غواړي چې دا توافقنامه کامیابه شي او اشغالګر دې له هیواده ووځي.
د خپلې پنځه کلنې واکمنۍ د تکمیل پخاطر یې څه وخت مخکې په جنازه برید وکړ، په کابل کې یې د ماشومانو په یو روغتون برید وکړ، په دواړو بریدونو کې لسګونه کسان چې ماشومان هم پکې وو، په شهادت ورسیدل خو د څه لپاره چې دا بریدونه پلان او طرحه شوي و، هغه هدف یې ترلاسه نکړ بلکې برعکس هیوادوالو او نړۍوالو ټولو ګوتې د برید اصلي طراحانو ته ونیولې او هغوی ملامت وګرځیدل.
له تیرو دوو ورځو راهیسي به ځیني راپورونه اوری چې د غربي رسنیو لخوا خپریږي، د طالبانو د مشرانو د وفات خبرونه، ترمنځ یې د اختلافاتو ادعاوې او په افغانستان کې د یوې بلې ډلې راپیدا کیدل چې د دوی په وینا دا ډله له طالبانو راجلا شوې، د امریکا او طالبانو له تړون سره مخالفت لري، او پرون په کابل کې په یوه جمات له بریده به هم اګاه شوي یاست.
دا ټولې هغه هڅې دي چې د کابل اداره او جنګ غوښتونکې کړۍ غواړي په داسې راپورونو او افواهاتو سره د هیوادوالو او نړۍوالو ذهنونه یوځل بیا د جګړې لورې ته سوق کړي ترڅو د ددوی جوجورو ته بیا یو څو دانې ورسیږي.
د کابل په وزیر اکبر خان جمات برید او د دکتور ایاز شهیدول هم د جګړې د اور د تازه کولو په مانا دي، د کابل تبلیغاتي دستګاه به په ټول توان سره دا کار د طالب غاړې ته ورواچوي او په سختو ټکو به یې وغندي خو ملت پوه دی، قاتلین او جنګ غوښتونکي رسوا شوي دي.
څه وخت مخکې به تاسو د حسیب قوای مرکز په نوم د ملي امنیت د پخواني غړي یو ویډیويي کلیپ لیدلی وي، نوموړی په هغه ویډیو کې اعتراف کوي چې ملي امنیت له ما څخه د پیسو په بدل کې غوښتل چې پنځه تنه علماء ووژنم، یو له هغو پنځو کسانو څخه ننی شهید دکتور ایاز وو چې بالاخره ملي امنیت خپل په اصطلاح هدف ته ورسید او نوموړی یې شهید کړ..روح یې ښاد او یاد یې تل تر تله

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *