خلیلزاد د سولي د ټینګښت علایم ویني – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

خلیلزاد د سولي د ټینګښت علایم ویني

واشنګټن ټایمز د جون پر اوله لیکي خلیلزاد د افغان سولي په باب خوشبین دی. هغه وايي پدې وروستیو هفتو کي د سولي پر لور زیات «پرمختګ» سویدی.

خلیلزاد خبریالانو ته وویل،«موږ په ښه موقعیت کي قرار لرو. البته د ځینو ستونزو سره سره، موږ د بین الافغاني مذاکراتو شروع کېدو ته خوشبین یو.» خلیلزاد وايي د اختر په ورځو کي تشدد بېخي راکم سوی وو، او اوس هم د پخوا په پرتله «نسبتا» کښته دی.

واشنګټن ټایمز لیکي د ملګرو ملتونو نوی رپوټ وايي چي طالبان تر اوسه پوري د القاعدې سره خپلي اړیکي ساتلي دي. خلیلزاد خبریالانو ته پدې باره کي وویل چي تر اوسه یې لا رپوټ ندی لوستی، خو زیاته يې کړه.«موږ د طالبانو سره زیات بحثونه کړيدي. زموږ باور دا دی چي پرمختګ سویدی، خو موږ به خپل نظارت کوو.»

خلیلزاد زیاته کړه د دفاع وزارت له افغانستانه امریکايي عسکر د تقسیم اوقات سره سم راباسي.

بلخوا، واشنګټن پوسټ د جون پر اوله لیکي د ملګرو ملتونو تازه رپوټ وايي چي طالبان اوس هم د القاعدې سره روابط ساتي. د ملګرو ملتونو تازه رپوټ وايي چي القاعده او د حقاني شبکه لا اوس هم خپله پخوانۍ عقیدتي او شخصي یارانه سره پالي.

د ملګرو ملتونو رپوټ وايي چي القاعده او د حقاني شبکه غواړي چي یوه دوه زره کسیزه ګډه نظامي قطعه جوړه کړي. دا رپوټ وايي په تېر کال کي د طالب او القاعدې مشرانو شپږ کرته ملاقاتونه کړيدي. په یوه ملاقات کي طالب مشرانو د حمزه بن لادن سره کتلي دي، او حمزه ته يې ډاډ ورکړیدی چي طالبان به «په هیڅ قیمت د القاعدې سره خپل تاریخي روابط پرې نکړي.»

په همدې لړ کي، وریټرز د جون پر اوله لیکي خلیلزاد د امریکايي خبریالانو سره په خبرو کي د ملګرو ملتونو هغه رپوټ ته چندان اهمیت ور نه کړ چي وايي طالبانو او القاعدې لا اوس هم خپل اړیکي ساتلي دي.

خلیلزاد وايي افغان حکومت قریب ۲۵۰۰ طالب بندیان آزاد کړيدي، او طالبانو څه د پاسه ۴۰۰ افغان عسکر خوشي کړيدي. خلیلزاد وايي،«موږ په ښه موقعیت کي قرار لرو.»

بل پلو، د امریکا مشهوره تیلویزیوني شبکه، سي این این،‌ د جون پر اوله لیکي په متحده ایالاتو کي د روانو ولسي اعتراضونو د مهارولو په غرض د امریکا په ۲۳ ایالاتونو کي د ملي ګارډ ۱۷۰۰۰ عسکر فعاله کړای سويدي. دا رقم په افغانستان، عراق، او سوریې کي د امریکايي عسکرو د موجوده شمېر سره سمون خوري.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *