نیویارک ټایمز: ټرمپ غواړي د نومبر تر انتخاباتو مخکې ټول عسکر له افغانستانه راوباسي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

نیویارک ټایمز: ټرمپ غواړي د نومبر تر انتخاباتو مخکې ټول عسکر له افغانستانه راوباسي

نیویارک ټایمز د مې پر ۲۶ لیکي جمهورریس ټرمپ غواړي چي له افغانستانه ګرده امریکايي عسکر په امریکا کي د نومبر تر انتخاباتو مخکي راوباسي. د امریکا د دفاع وازرت د عسکرو د ژر راایستلو د پلان په جوړولو لګیا دی.

د امریکا د دفاع وزارت وايي همدا د ټرمپ مطالبه ده. خو امریکايي نظامیان به د عسکرو د سوکه راایستلو تجویز ورته وکړي.

د امریکا نظامیان وايي له افغانستانه چټک راوتل به د طالبانو سره د سولي معامله ړنګه کړي. د امریکا د دفاع وزارت به راتلونکو څو ورځو کي د ټرمپ سره ملاقات وکړي، او هغه ته به څو آپشنه وړاندي کړي.

یو آپشن به دا وي چي د نومبر تر انتخاباتو مخکي ګرده امریکايي عسکر راوایستل سي. خو بل آپشن به د قطر د موافقې سره سم په څلور میاشتو کي د امریکايي عسکرو راایستل وي.

امریکايي نظامیان به سپیني ماڼۍ ته ووايي چي دوی دا نه سي تضمینولای چي بیا به افغانستان د تروریزم ځالي نه بدلېږي.

نیویارک ټایمز لیکي د امریکايي عسکرو د ژر راایستلو لپاره د ټرمپ بل دلیل په افغانستان کي د کورونا د وایرس خورېدل دي.

د امریکا د دفاع وزارت وايي په اغلب ګومان لږ تر لږ پنځوس فیصده افغان امینتي ځواکونه په کورونا اخته سوي دي، لهذا امریکايي نظامي مربیانو د افغان عسکرو تمرین او روزنه ځنډولې ده.

اخبار لیکي همدااوس متحده ایالات په افغانستان کي د قطر د موافقې سره سم څو نظامي اډې تخلیه کوي.‌

د سي ای ې پخوانۍ جاسوسه، اغلې لیسا مډډاس، وايي که څه هم له افغانستانه څو میاشتي مخکي راوتل به مهم نه ښکاري، خو د افغانستان حالات نازک او لړزانه دي.

هغه زیاتوي«زموږ دا کار زموږ افغان ملګرو ته دا پیغام ورکوي چي موږ فرار کوو.»

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *