عشق ناروغي ده، او د زړه مشکل دی
خبره داده چې ډیر ښه مشکل دی
غریبي ښه ده خو تور برونو کې نه!
لیلا خوږه ده خو، واده مشکل دی
قطمیر* جنت ته ځي نه خر د عیسی
انسان کول ګورﺉ د خره، مشکل دی
نه دی دوزخ، خو چې جنت ته ګورې
ژوند، د اعراف په دېواله مشکل دی
بسمله! یو ښکلی دې هم یار نشو
هیڅ نه پوهیږم تاکې څه مشکل دی
—————————-
*قطمیر د کهف د اصحابانو د سپي نوم دی
څرگندون