زما د دردناک ژوند یوه خوږه خاطره! – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

نوميالي

زما د دردناک ژوند یوه خوږه خاطره!

دکتور هاتف مختار

د کمونیستي رژیم لومړی وخت وو، زموږ له کورو سره نږدې له موټرو نه عسکر پیاده شول، شیبه وروسته مو د کور په انګړ کې دربهاری شو، فکر مو کاوه چې سخوندر پړی شکولی او لیونی شوی، زموږ فکر تر ډیره حده صیي وو خو دومره غلط شوي وو چې زموږ په کور کې دا درب او دروب د وحشي صفته انسانانو وو، داسې انسانان چې زموږ د کور سخوندر یې هم له عمل نه شرمیده.
زموږ د کور شمې او رڼا ته یې ورپوه کړل، تورتم یې خپور کړ او زموږ د سر سایه او له الله تعالی نه وروسته زیات مهربان پلارجان یې رانه جدا کړ، داسې جدا چې تر ننه مې بیا په سترګو نه دی لیدلی، کورنۍ او زه یې یوازې له یادونو سره شپې سبا کوو.
د وطن حالاتو، کړاوونو او دردونو هجرت ته مجبور کړو، په ډیره سختۍ سره له پولې هاغاړه واوښتو او وروستۍ دم ځای مو د بیښوره فامیلي شو، د وخت په تیریدو سره مو کور اباد شو، ژوند شروع شو او د خپل ژوند پانې مو یوه یوه اړوله.
اخترونه به تیریدل، زموږ په کور کې به طبعاً زیاته خوشالي نه وه، غریبي هم وه، بې کاري هم وه، د پلار غم هم وو او شل نورې کیسې به وې، په کومه ساحه کې چې موږ اوسیدو، دلته نو یوازینی زه وم چې د پلار جان په نامه مې څوک نلرل او د زویه یا بچیه خوږ غږ مې نه اوریده.
د اختر شپې وې، خوشالۍ وې او ټولو همزولو مې د اختر لپاره جامې او نور اړوند شیان اخستي وو، زه یو له سخت ذهني فشار سره مخ وم، خو هوډ مې بایللی نه وو او له ماشومتوبه زړور اموخته شوی وم، زموږ له کورو سره نږدې یو په ونه لنډ خو لکه غر داسې انسان اوسیده، چې د زمري زړه به دې چا ته ورکړ په مخ کې یې څوک نشوای غږیدلای، سخت رعب یې درلود خو حق ته داسې تسلیم وو لکه په اور چې اوبه تویې کړې، په زړه مې غټه تیږه کیښوده، وروړاندې شوم، مولوي صاحب اختر ته مې کالي نشته، له مټې یې ونیولم، راځه بچیه! نږدې دکانونه وو، په یو دکان ودننه شوو، دکاندار غالباً چې د پکتیا د خوا وو، او غټ زیړ ټیسر یې تړلی وو، په هر صورت ما ته کالي وشول نو تاسو ووایاست چې زه به په هغه وخت کې څومره خوشاله شوی وم، او په څومره خوشالۍ به زه تر خپلې مور راغلی وم او زیری به مې پرې کړی وي؟ مور مې دومره خوشاله شوه چې اوس یې هم د هغه لوی انسان عظمت په زړه کې داسې برقرار دی چې یاد شي، له خولې یې بې اختیاره دعاوې ورته وځي.
زه خوار، غریب او یو یتیم داسې یو عادي او وړوکي انسان مټ نیولی دکان ته نه یم بیولی، زه د وخت یو ستر رهبر او د روسي امپراتورۍ په وړاندې جنګیدونکي غر غوندې انسان ارواښاد مولوي رفیع الله مؤذن تر لاس نیولی وم او دکان ته خپله راسره ولاړ او ډیر په مینه یې دا شیبې راسره تیرې کړې.
مؤذن صاحب د ډیرو عجیبو صفاتو خاوند وو، وو یو جهادي رهبر خو چې وبه دې لید د یو عادي ملا او طالب خیال به د سړي پرې راته، الله تعالی دې د مرحوم هغه دنیا ښکلې کړي، له مرګ وروسته یې عجیبه کرامت ښودلی، که وخت یاري وکړه د خپلو تارخي ویاړونو په سلسله کې به د دې ستر انسان په اړه نورې خبرې هم کوو. ان شاءالله
ګلونو یارانو! موږ او تاسو هم باید د اختر په شپو کې د خپل ګاونډ یتیمانو او غریبانو ته ډیر متوجه شو او تر خپله وسه یې په خپله حصه کې راشریک کړو، ځکه زموږ هیواد په نړۍ کې له هغو هیوادونو څخه دی چې زیات شمیر یتیمان او کونډې پکې ديو که داسې ونکړو نو خدای مکړه د وخت په تیریدو سره به د یو بل ستر بشري ناورین سره مخ شو.
د ی، سوکاله، ازاد اسلامي افغانستان په هیله!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *