وسلوالو طالبانو د کمکي اختر لپاره درې ورځې اوربند اعلان کړ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

وسلوالو طالبانو د کمکي اختر لپاره درې ورځې اوربند اعلان کړ

وسلوالو طالبانو د کمکي اختر د رارسیدو په مناسبت خپلو ټولو نظامي مسؤلینو باندې غږ کړی، چې د اختر په لومړیو دریو ورځو کې په دښمن خپل بریدونه بند کړي

د طالبانو په اعلامیه کې په خپلو کسانو غږ شوی چې د هیوادوالو د خوندي امنیت ساتلو لپاره دې په کلکه ودریږي تر څو هیوادوال د اختر خوشحالي په ارامه فضا کې ولمانځي

په اعلامیه کې ویل شوي چې ددوی هیڅ ”مجاهد“ ته اجازت نشته چې د دښمن تر کنترول لاندې سیمو ته لاړ شي او همدا رنګه د ”دښمن“ افراد هم نشي کولای ددوی تر کنترول لاندې سیمو ته داخل شي

طالبانو خپلو نظامیانو ته امر کړی چې د اختر په ورځو کې دې پر ”دښمن“ بریدونه ودروي خو که د ”دښمن“ له لوري کوم تحرکات کیدل، باید کلک دفاعي ځواب ورکړي

په اعلامیه کې راغلي چې طالبان باید هیوادوالو ته په ارام فضا کې د اختر د خوښي لمانځلو لپاره زمینه مساعده کړي او هیواد د کونډو او یتیمانو پوښتنه او مرسته وکړي

طالبانو دا یو طرفه اوربند داسې مهال اعلان کړی چې د افغان حکومت دفاع وزیر نن وویل چې ددوی تهاجمي عملیات به تر هغې روان وي تر څو طالبان سولې ته حاضر کړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *