په ټولو اسلامي هیوادونو کې سبا ”یکشنبه“ اختر، خو په هند او بنګله دیش کې روژه ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

په ټولو اسلامي هیوادونو کې سبا ”یکشنبه“ اختر، خو په هند او بنګله دیش کې روژه ده

وروسته تر هغې چې د سعودي، عمان، ایران، افغانستان، پاکستان او نورو اسلامي هیوادونو سبا یکشنبه د کمکي اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه ،هند او بنګله دیش سبا اختر نه کوي

د دارلعلوم دیوبند د رؤیت هلال کمیټې له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي چې د ډیرو هڅو سره سره دوی نه دي توانیدلي چې میاشت وویني

یادې کمیټې ویلي چې سبا یکشنبه د رمضان دیرشمه ورځ ده او اختر به د دوشنبې په ورځ وي

دا په داسې حال کې ده چې نورو اسلامي هیوادونو سبا ورځ د اختر بللې ده

د پاکستان په شمالي وزیرستان ایجنسي کې چې اوس پکې پي ټي ایم زیات واکمن دی، نن ورځ اختر کړی وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *