شمالي وزیرستان کې مقامي خلکو میاشت لیدلې او سبا یې د اختر ورځ اعلان کړه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

شمالي وزیرستان کې مقامي خلکو میاشت لیدلې او سبا یې د اختر ورځ اعلان کړه

د شمالي وزیرستان په حیدرخیل او ځینو نورو سیمو کې مقامي خلک وایي چې دوی د کمکي اختر میاشت لیدلې ده

د سیمې اوسیدونکو ویلي چې ځایي عالمانو او قومي مشرانو په ګډه د ګواهانو ګواهي قبوله کړې او سبا د هفتې ورځ یې د کمکي اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې

د شمالي وزیرستان اوسیدونکو ته ویل شوي چې سبا سهار پاوکم اته بجې به د میرانشا بازار د قاري مسجد کې د اختر لمونځ ادا کیږي او د ایجنسي نورو علاقو لکه عیدک، نورک، میرعلي کې به هم د اختر لمونځونه ادا کیږي

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي، افغانستان،پاکستان په شمول ټولو اسلامي هیوادونو خبر ورکړی چې سبا هفته د روژې دیرشمه ورځ ده او اختر به د یکشنبې په ورځ وي
کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *