د کمکي اختر د لمانځه اداکولو مختصره طریقه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

د کمکي اختر د لمانځه اداکولو مختصره طریقه

د کمکي اختر د لمانځه اداکولو مختصره طریقه
اول به داسې نیت وتړئ،
دوه رکعاته واجب لمونځ د کمکي اختر کووم سره له واړه تکبیرونو اقتداء مې وکړه په دې حاضر امام پسې الله اکبر،
غوږونو ته به لاس اوچت کړئ نیت به وتړۍ،
بیا به سبحانک اللهم ووایي ،له هغه وروسته به امام درې ځله لاسونه غوږونو ته اوچت کړي او الله اکبر به ووایي، هر ځل به له تکبیر وروسته لاسونه ځوړند پریږدئ،
له دریم تکبیر وروسته به لاسونه په نامه ونیسئ
امام به قرائت ووایي رکوع او سجده به وکړي
کله چې دوهم رکعت ته پورته شوئ امام به الحمدلله او قرائت ووایي
رکوع ته له کوزیدو مخکې به امام بیا درې تکبیره وکړي او لاسونه به غوږونو ته پورته کړئ،
او له تکبیر وروسته به لاسونه ځوړند پریږدئ
کله چې امام درې تکبیره پوره کړل څلورم تکبیر سره به رکوع ته لاړ شئ او باقي لمونځ به اداء کړئ
کله چې امام سلام وګرزاوو نو ارام او خاموش به کینئ امام به خطبه شروع کړي د خطبې په وخت کې به بلکل خاموش کینئ یو بل طرف کتل خبرې کول ناروا دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *