د افغان حکومت ګڼ شمیر امنیتي منسوبین طالبانو ته ورغلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د افغان حکومت ګڼ شمیر امنیتي منسوبین طالبانو ته ورغلي

د افغان حکومت ګڼ شمیر امنیتي منسوبین طالبانو ته ورغلي

د هیواد په دریو ولایتونو کې د افغان دولت لسګونه امنیتي ځواکونه وسلوالو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د هیواد په شمال کې یو دولتي چارواکي د موضوع د ډیر حساسیت په وجه چې نه یې غوښتل نوم یې رسنیز شي، د افغان وطن همکار ته ویلي چې له امنیتي لیکو فرار ډیر حساس پړاو ته رسیدلی دی.

د سرچیني په خبره که دا همداسې دوام پیدا کړيو دا به په کابل کې نوي جوړ شوي حکومت ته یو نوی سر خوږی جوړ کړي

بلخوا د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په همدې تړاو په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، ”د کابل ادارې ۶۳ تنه امنیتي کسان په بلخ، بغلان او لوګر کې د دعوت او ارشاد کمیسون په هڅو د کابل له ادارې را جلا شوي او له مجاهدینو سره یو ځاي شوي دي.“

دا په داسې حال ده چې امریکا په دې ورستیو کې ویلي، چې په افغانستان کې د اربکیانو تشکیل منحل کوي

د امنیتي چارو د شنونکو په اند که افغان حکومت له امنیتي لیکو د فرار موضوع ته جدي پاملرنه ونه شي دا به حکومت ته درنه تمامه شي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *