پاکستان: کراچۍ کې د پي ای اې یوه مسافر وړونکې الوتکه لویدلې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

پاکستان: کراچۍ کې د پي ای اې یوه مسافر وړونکې الوتکه لویدلې

راپورونه وایي چې پاکستان کې د پي ای اې یوه مسافر وړونکې طیاره لویدلې ده

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې یاده الوتکه له لاهور څخه کراچۍ ته پرواز کړی وو او کراچی کې د هوایي میدان سره نیږدې لویدلې ده

ویل کیږي چې په یاده الوتکه کې شاوخوا ۱۰۷ تنه سپاره وو چې ۹۹ مسافر او ۸ نفره د طیارې عمله وو

تر اوسه پورې د طیارې د سقوط په دغه پیښه کې د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې په اړه دقیق مالومات نه دي ورکول شوي

خو د پې ای اې شرکت له لوري په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي چې امکان لري د الوتکې سپارلي او عمله ټول وژل شوي وي

د یاد شرکت له لوري د هغو کسانو نومونه هم نشر شوي کوم چې په دغه الوتکه کې ناست وو

د الوتکې سپارلیو کې ۵۱ تنه نارینه ۳۱ تنه میرمنې او ۹ تنه ماشومان او ۸ نفره د طیارې عمله موجوده وه

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *